د جلال آباد جګړه

ډاکټر محمد فرید بزګر

0 1,175

کال نیم به مو نه کېده چې پېښور ته کډوال شوي وو، نور ورونه مې له مخکې په پېښور کې وو، د کار لپاره مې څو ځایه خلکو ته ويلي وو.

د ډاکټر پسرلي په نوم ډاکټر مې ورور ته احوال ورکړ، چې کومه فرانسوي موسسه ډاکټرانو ته عاجله اړتیا لري، ما ته يې د ځاي معلومات راکړل. په ابدره روډ، يونيورسټي ټاون کې يې دفتر وو. نور ډاکټران او ناروغپالان هم راغلی وو. په يو دهليز کې ناست وو. يو فرانسوی چې په روانه دري غږېده راغی. ويې ويل: په جلال آباد جګړه ده، ډاکټرانو او ناروغپالانو ته ډيره اړتیا ده، موږ باید په بیړه هلته ځان ورسوو. يا يې موږ په خبره سم پوه نه کړای شو، او يا د ځای د نومونو د نابلدتيا له کبله موږ فکر کاوه چې بل کوم دفتر ته به ځو، بیا به کور ته ځو، او بل کوم وخت به جلال آباد ته ځو. څو ډاکټران او ناروغپالان يې په يو امبولانس کې کښينولو. ډرايور هم نابلده وو. وروسته پوه شو چې امبولانس يې هم له بلې کومې موسسې امانت اخیستی دی. فرانسوی چې پلنګي جنپر، نخودي رنګه جيم پتلون يې په ځان، برګ دستمال يې له غاړې چاپیر او نسواري پکول يې په سر وو، زموږ سره شا ته په امبولانس کې ناست وو.

ډرايور د دفتر نه موټر ريورس او د سړک منځ ته کړ، سړک بند شو، ډرايور بیرته د موټر د مخې بيولو په چم نه پوهيده، موټر ډیره شېبه د سړک په منځ کې ولاړ وو، تر څو بل څوک را پیدا شو او ډرايور ته يې د ګير بدلولو چم وروښود. ډرايور وکولای شو د موټر مخ ستون او مخ په هدف په حرکت کې شو. د هيڅ يو نه هم په کور کې څوک نه وو خبر چې موږ تورخم ته ځو. موږ پېښور ته د ميران شاه د لارې کډوال شوي وو، د پېښور او تورخُم تر منځ فاصله له را ته نه وه معلومه چې څومره ده. د کچه ګړۍ يا کارخانو سره څه نورې موټرې هم زموږ سره يو ځای شوې.

په لواړګې کې يې په موټر کې تيل واچول، د بیل ليکلو پر وخت يې پام شو چې موټر ډیزلي او دوی له پټرولو ډک کړی وو. په ډیرو ستونزو يې موټر له پټرولو خالي او بیا يې له ډيزلو ډک کړ. دا ټول له دې کبله وو چې ټول نابلده وو. هغه نورې موټرې چې زموږ سره وې، يو یې له ډیر لرې بیرته زموږ پسې راستون شوی وو چې موږ ولې ورک شو. څومره چې تورخم ته نږدې کېدول هغومره د مقابل لورې د ټپیانو او مړو ډکې موټرې مو مخې ته راتللې.

په تورخم کې يو ملیشه موټر ته راجګ شو، په فرانسوي چې يې سترګې ولګېدې ورته غږ يې کړل: شين سترګيه ته چيرته ځې؟ د شين سترګي واروپار خطا شو، هغه چې زموږ سره يې روانه دري ويله، او موږ ته نه ښکاريده چې خارجي دي وي، ملیشې په يو ليدو وپيژنده. پوه شوم چې د تورخم په ساده لباس کې ملیشه څومره مسلکي خلک دي. فرانسوي ورته په انګلیسي پیل وکړ چې ډاکټر يم او د جلال آباد جګړې ته د مرستي لپاره ځم. خو ملیشه ورسره نه منله ورته يې وويل: بهرنيانو ته له دې کرښې نه اخوا د تېرېدو اجازه نشته. خو فرانسوی ورسره کلک شو، له موټره کوز او کوم دفتر ته ننوتل. موږ ورته په امبولانس کې منتظر وو. څو شيبې وروسته فرانسوی راغی، فکر کوم نوم يې میشل (میکایل) وو. اعصاب يې خراب وو. ويل يې خپله خوښه مې چې چيرته ځم. هغوی وايی چې ژوند مې په خطر کې دی. ورته مې وويل ژوند مې خپل دی، را څخه يې ليکل واخیستل چې که څه پیښ شو مسووليت يې زما په غاړه دی، ما هم ورته کاغذ لاسلیک کړ.

فرانسوي تر تورخمه دومره نه غږېده، خو له دې پېښې وروسته په خبرو راغی، ويل يې پنځه کاله مې په پنجشیر کې تیر کړي دی، هلته مې د مجاهدینو درملنه کوله.

لا د تورخم نه لس پنځلس دقيقې مخکې نه وو تللی چې د وسلوالو يو ډاټسون موټر چې له ټپيانو ډک وو پر مخه راغی او زموږ موټر يې ودراوه. موږ ته يې وويل چې له موټره ښکته شو او ټپیان په امبولانس کې واچوو. خارجي چې هر څومره ورته وويل چې دا موټر د دې لپاره نه دی، موږ باید دا امبولانس له ځانه سره بوځو، خو چا يې خبره منله. قهريدلو ټوپکوالو ټول په زوره له موټره ښکته کړو او ډرايور ته يې وويل چې د موټر مخه بیرته د تورخم په لور وګرځوي.

موږ يې په نورو موټر کې چې زموږ سره وو، تقسیم کړو. فکر کوم د ډکې شاوخوا به وه چې له موټرو ښکته شو، شين ځای وو، موږ يې په يوه ړنګه کوټه کې کښينولو، همهغلته مو د غرمې ډوډۍ وخوړه. فکر کوم د حضرت يا پير ګيلانو قوماندانانو ځای وو. زموږ وړاندې ډیر پنجابي عسکر په ملکی جامو کې د دوی سره وو، کله چې يې په موږ سترګې ولګېدې وارخطا شو، د هغوی يې زموږ اړوند پوښتنه کړې وه چې دوی څوک دي او څه کوي؟ موږ يې له تور رنګه او غوړو ويښتو پوه شو چې پنجابیان دی، کاغذونه ورسره وو او خپل افغان ملګرو ته يې څه تشريح کول، خو نه پوهيدو چې څه وايي. د قوماندان يو څوک راغی او موږ ته يې وويل چې له دې ځايه مه وځئ چې هغه خلک له تاسې ډاريږي. رښتيا هم موږ له نورو سره توپیر درلود، ږيرې مو خريلې او پاک وو.

خارجی هم د هغه ځای له ځايي قوماندان سره وغږېد، له ډوډۍ وروسته به څه کم يو ساعت موږ هلته وو، د ډزو غږ له لرې آوريدل کېده، له مړو او ټپیانو ډکې موټرې د تورخم په لور په ډيرې چټکۍ روانې وې.

بهرنی بیرته زموږ له ډلې سره يو ځای شو، او ويې ويل همدلته کلینیک جوړو، اوس بیرته پېښور ته ګرځو، سبا بیا راځو! مخ په تورخم وخوځيدو، مازيګر شاوخوا پېښور ته راورسيدو.

ورور چې مې له قصې خبر شو، هغه ډاکټر ته چې موږ يې له دغه بهرني سره معرفي کړي وو، ښه په قهر شو. ډاکټر وويل ما ته هم نور معلومات نه وو، چې دوی به همدا نن جلال آباد ته بیايي.

سبا زه ورسره لاړ نه شوم، وروسته خبر شوم، چې هغوی د کوم پُل لاندې د لومړنيو مرستو يو کلینیک جوړ کړی وو.

جنگ جلال آباد

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply