طالبان د ۶سوه زندانیانو لپاره، هره اوونۍ ۶سوه افغانان قرباني کوي

عبدالمنان توحیدیار

0 471

طالبان مخامخ خبرو ته نه حاضریږي  او پلمه یې دا ده چې تر څو یې ټول ۵زره زندانیان نه وي خوشې شوي، بین الافغاني مذاکرات نه پيل کوي.

افغان حکومت د طالبانو ۴۰۰۰ زندانیان خوشې کړي او پلان شته چې نور هم خوشې شي، خو خطرناک هغه به یې نه خوشې کیږي.

د طالبانو د زندانیانو په لیست کې بهرني ترهګر هم شامل دي چې لوی بریدونو او د مخدره موادو قاچاق کې لاس لري.

د طالبانو د زندانیانو لیست کې ۶۰۰ هغه زندانیان شامل دي چې درې ګونو محکمو پرې د اعدام، عمر قید او یا ډير زندان پریکړه کړې ده، خو طالبان ټینګار لري چې لیست کې شامل ټول زندانیان دې خوشې شي.

په دې لیست کې بهرنی ترهګر په ځانګړي ډول د پاکستان د سخت دریځو ډلو غړي، د ای ایس ای مهم کسان، د پاکستان پوځ او پولیسو متقاعد افسران، د داعش او القاعده شبکې غړي شامل دي.

طالبانو هوکړه کې ژمنه کړې چې بهرنیو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي، خو اوس د بهرنیو ترهګرو ډلو د خوشې کیدو غوښتنه کوي او لیست کې یې شامل کړي چې افغانستان کې په سترو جنایتونو تورن دي.

دا چې زندانیانو خوشې کیدو کې ځنډ راغلی او د لیست مطابق یواځې ۶۰۰ زندانیانو باندې ملاحظات شته، طالبانو جګړې ته دوام ورکړی او هره اوونۍ ۶۰۰ افغانان د ناولې جګړې لپاره قرباني کوي.

ممکن د خبرو له لارې ځینې پاتې زندانیان خوشې شي، یا ژر او یا وروسته، خو دا چې طالبان هره ورځ په جګړه کې لسګونه کسان قرباني کوي، ایا دا به بیرته راژوندي شي؟

طالبانو که لږ هم پر سوله باور درلودلی، لږ ترلږه د زندانیانو د خوشې کیدو په پروسه کې خو به یې تاوتریخوالی کم کړی وی.

نو ویلی شو چې طالبان د ۶۰۰ زندانیانو لپاره هره میاشت شاوخوا درې زره افغانان قرباني کوي او د دې قربانۍ ګټه د بهرنیو استخباراتو ده چې نه غواړي افغانان ارام ژوند وکړي.

طالبانو ته د جګړې لپاره امکانات او امتیازات ورکول کیږي، دا امکانات افغان دښمنه هېوادونه ورکوي او که طالبان یوه ورځ جګړه و نه کړي، هیڅ ډول امکانات او امتیازات نه ورکول کیږي.

طالبان د جګړې پروژه ده، پر سوله باور نه لري، که د دې ډلې ځینې مشران او وسله وال سوله وکړي، زیاته برخه به یې جګړې ته دوام ورکړي، ځکه سوله کې د دوی شخصي ګټې نشته او د جګړې له درکه یې ښه ژوند ځآن ته برابر کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply