د شپږ سوه خطرناکو بندیانو د نه خلاصون پرېکړه او پر طالبانو د پاکستان فشار

نویداحمد څرک

0 751

دا چې د سولې خبرې ځنډیدلي او جګړې شدت پيدا کړی، طالبان د بهرنیو ترهګرو چې د القاعده او داعش د مشرانو او وسله والو سربیره پکې د پاکستان د ای ایس ای غړي او د سخت دریځو ډلو وسله وال شامل دي، غوښتنه کوي.

افغان حکومت دا زندانیان ځکه نه خوشې کوي چې دوی بهرني ترهګر دي او لوی بریدونو او جنایتونو کې لاس لري، خو دا چې پر طالبانو د پاکستان فشار دی، د دې کسانو د خوشې کیدو غوښتونکي دي.

طالبانو د دې کسانو د خوشې کیدو په غوښتنه یو ځل بیا خپل اصلیت وښود چې د بهرنیو استخباراتو او بهرنیو ترهګرو ډلو سره همکاري لري او د هغوی په غوښتنه خپل وطن ورانوي او هېوادوال وژني.

طالبان د دې کسانود خوشې کیدو لپاره اوس هم هره ورځ افغانان وژني او خبرداری ورکوي چې تر څو دا ترهګر نه وي خوشې شوي، افغان وژنه به دوام لري.

طالبان د بندیانو په لیست کې دا کسان هم شامل کړي چې باید خوشې شي، خو افغان حکومت ویلي چې بهرني ترهګر او لوی جنایتونو باندې تورن کسان به هيڅکله خوشې نه کوي.

د دې کسانو ځینې نومونه دا دي.

د بنګلدیش اوسیدونکی حسن البشر چې په ۲۰۱۸م کال کې کونړ ولایت کې نیول شوی

د پاکستان د استخباراتو غړی رفیق اعجاز چې ۲۰۱۹م کال کې لوګر کې نیول شوی

د پاکستان د رنجر ځواکونو غړی نظام الحق چې ۲۰۱۸م کال کې په پکتیکا ولایت کې نیول شوی

احمد عمراوف چې د تاجکستان اوسیدونکی دی، په ۲۰۱۷م کال کې کندز کې نیول شوی

د پاکستان تبعه احسان وقار چې په ۲۰۱۷م کال کې میدان وردګ ولایت کې نیول شوی

پاکستان تبعه محمد نجیم اختر چې په ۲۰۱۷م کال کې په کندهار ولایت کې نیول شوی

د بوتان اوسیدونکی عبدالله سکن چې په ۲۰۱۸م کال کې لوګر ولایت کې نیول شوی

د پاکستان د ای ایس ای غړی شکیل احمد چې په ۲۰۱۶م کال کې په میدان وردګ ولایت کې نیول شوی

د پاکستان د لشکر طیبه غړی جمیل قادري چې په ۲۰۱۹م کال کې په پکتیا ولایت کې نیول شوی

د ظاهر بکر په نوم د پاکستان تبعه چې ۲۰۱۸م کال کې نورستان ولایت کې نیول شوی

عبدالله اورکزی چې پاکستان تبعه دی چې په ۲۰۲۰م کال کې نیول شوی

د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ډلې غړی احمد قادر چې په ۲۰۱۹م کال کې نیول شوی

د پاکستان تبعه ارشاد حقمل چې په ۲۰۱۸م کال کې نورستان ولایت کې نیول شوی

د بنګلدیش اوسیدونکی نایب الحسن چې د بمونو انجنیر دی په ۲۰۱۹م کال کې په زابل ولایت کې نیول شوی

د پاکستان تبعه محمد کبیر چې ۲۰۲۰م کال کې کونړ ولایت کې نیول شوی

د پآکستان تبعه شفیق جاوید چې په ۲۰۱۹م کال کې په پکتیا ولایت کې نیول شوی

د پاکستان تبعه حامد منیب چې د کیمیاوي موادو متخصص دی په ۲۰۲۰م کال کې خوست ولایت کې نیول شوی

د بلوچستان د پولیسو یو متقاعد افسر عمران په ۲۰۱۹م کال کې په خوست ولایت کې نیول شوی

د سودان تبعه عبدالشکور چې په ۲۰۱۹م کال کې کندهار ولایت کې نیول شوی

عبدالله سعید چې د پاکستان تبعه دی په په ۲۰۱۹م کال کې کندهار ولایت کې نیول شوی

د پاکستان د سپاه صحابه ډلې غړی چې په ۲۰۱۹م کال کې هلمند کې نیول شوی

د پاکستان تبعه سمیر چې په ۲۰۱۹م کال کې لوګر ولایت کې نیول شوی

جهانګیر اکبر چې په ۲۰۱۸م کال کې په فاریاب ولایت کې نیول شوی

رستم خان چې د پاکستان تبعه دی، کندز ولایت کې په ۲۰۱۹م کال کې نیول شوی

د پاکستان تبعه مبارک عثمان چې له خوست ولایت په ۲۰۱۸م کال کې نیول شوی

الطاف قادر چې د پآکستان تبعه دی، په ۲۰۱۷م کال کې میدان وردګ ولایت کې نیول شوی

د ازبکستان تبعه رمضان احمد چې په ۲۰۱۹م کال فاریاب ولایت کې نیول شوی

د پاکستان د لشکر طیبه غړی کامران چې په ۲۰۱۸م کال کې خوست ولایت کې نیول شوی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply