آیا طالبان سولې ته ژمن دي؟

سید عبدالله پاچا

0 634

د اسلام مقدس دین یو ټول منونکۍ دین دی چې دنړۍ ټولو مسلمانانوته یي د سولي اووروولی سپارښتنه کړي، د انسان وینه یي دومره ارزښتناکه ګڼلی چې د یوانسان وژنه یي دنړۍ  دټولو انسانانو وژني سره پرتله کړي پدی مانا چې کله یوانسان بل انسان وژني لکه دنړۍ ټول وګړي یي وژلي همدارنګه دیوانسان دژوند ساتنه یي  دنړۍ دټولوانسانانو دژوند ساتنی سره پرتله کړي پدي مانا چې کله یوانسان دبل انسان دژوند پام ساتي اوهغی ته ارزښت ورکوی اوکله چې له ستونزو سره مخ شی او هغه وژغورل شی نو د ډیر اجراوثواب څښتن به شي چې پدي اړوند الله(ج)فرمایلی دی سورت المایده. ژبا ړه:کله چې یوانسان بل انسان پرته له جرم  ووژني لکه د نړۍ ټول وګړي یی وژلي وی اوڅوګ چې یوانسان دمرګ نه وژغوري لکه د نړۍ ټول وګړي یی ژوندی کړي وي.

  قرآن عظیم الشان پدي هکله  یوټولنیز اوروزنیز حقیقت ښکاره کوي ځکه چې اسلامی ټولنه د یو کلي اویو وجود  حیثیت لری کچیري د بدن یوغړي ته  زیان ورسي نوټول بدن ناراحته کیږی نویوه ټولنه هم د خلکو څخه جوړه شوی اود یوي کورنۍ حیثیت لري نود یو بی ګناه انسان وژنه ټوله کورنۍ خواشیني کوي لدی امله قرآن کریم دغه موضوع ډیره ارزښتناکه ګنلي او د دي له پاره چې د یوانسان د ویني له تویدو مخنیوي وشي نوخپلو بنده ګانوته یي په سوله  اوورورولی سپارښتنه کړي اوفرمایلی دی (الصلح الخیر) چې همدغه مبارک آیت اهمیت او ارزښت ته په کتو سره او په هیواد کې د څو لسیزو جګړو، ناخوالو او تباهیو د ختمیدو په موخه افغان حکومت په هیواد کې د یوې تل پاتي سولې د ټینګښت لپاره تل وسلوالو مخالفینو ته بلنه ورکړي ترڅو جنګ او تاوتریخوالی پریږدي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي او په دې تړاو یې په ملی او نړیواله کچه د اسلامي هیوادونو په مرسته په وار وار سره ناستي او کنفرانسونه هم په لاره اچولي تر څو زمونږ ولس د یو سوکاله آو آرامه ژوندانه خاوندان شي، او اوس مهال یې هم د ملي مصالحی او اجماع تر نامه لاندې د سیمي ‌دهیوادونو د استازو په ګدون ناستي تر سره شوي او په پام کې ده چې د پنجشنبي په ورځ د سیمي هیوادونو سربیره په نړیواله کچه سوه ناسته په کابل کې تر سره شي  تر څو وکولای شي د راتلوونکو خبرو اترو ته یو ښه زمینه برابره کړي او ولس تر څنګ ښکیلو خواوو ته هم د منلو وړ وي تر څو په راتلوونکي کې هیچاته هم دا بهانه نوي پاتي چې دا ځینو کړیو او اشخاصو په ولګه کې وو. خو سره له دې هم چې د ډیرو هلو ځلو، ناستو او غونډو او سفرونو د پایلو په ترڅ کې د طالبان او امریکا تر منځ یو موافقتنامه لاسلیک شوه، چې د یادې موافقتنامې له مخې به امریکايی د یو مهال ویش له مخې له افغانستان څخه وځي، طالبان به تاوتریخوالی کموي، افغان دولت به د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان آزادوي او په مقابل کې به طالبان هم د افغان ځواکونو ۱۰۰۰ تنه بندیان له خپلو بند خونو څخه آزادوي او له هغه وروسته به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبري پیلیږي، خو له بده مرغه چې طالبانو د یادې موافقتنامې له مخې خپلو تعهداتو ته ژمن ندي پاتي، ځکه چې دوي نه یوازې تاوتریخوالي کم نکړ، بلکې هره ورځ یې په بریدونه کې زیات والی راوستی دی، او بل مقابل افغان حکومت تل دوي ته د سولې د خبرو اترو په موخه د اوربند وړاندیز کړي او په دغه لړ کې له ۳۰۰۰ زرو زیات طالبان بندیان هم له بنده آزادی کړي دي، خو سربیره پر هغه چې طالبانو په خپلو بریدونو او تاوتریخوالي کې کمې ندي راوستي بلکې هره ورځ زمونږ له ولس څخه قرباني اخلي او د نورو د ګټو د خوندیتوب لپاره نوي ستونزي را ولاړوي.

دا چې طالبان به سولې ته ژمن وي او که نه؟ خو سره له هغه هم یو ځل بیا ولس دا تمه لري چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په اړه د مخامخ  خبرو اترو لړی پیل شي، نو افغان ولس چې له څلور لسیزو راهیسي د پردیو د موخو لپاره د جګړي په اور کې سوځي انشاالله نور به مو په هیواد کې د جګړي اوغم ټغر چې تل یې قربانيان افغانان ول د تل لپاره ټول او  دا مظلوم او کړیدلی ولس به مو نور په یوه سولیزه فضا کې خپل ژوند پر مخ بوځي او ولس یو ځل بیا په ښکیلو خواوو       ( حکومت او طالب) باندې غږ کوي چې نور دی له جګړي او وروروژني څخه لاس واخلي او دغه فرصت چې په هیواد کې د یوې تلپاتي سولې د ټینګښت په موخه لاسته راغلي ورڅخه ګټه پورته کړي او د افغان ولس د سولې غږ ته دې لبیک سره  ووایي ځکه چې د قرآني آیاتو له مخې په سوله کې خیر دی، او نړیوالې ټولني څخه مو هم غوښتنه دا ده چې د افغانستان د سولې په اړه له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه ونکړي، ځکه چې په افغانستان کې د سولې ټینکښت په سیمه کې د سولې ټینکښت دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply