ژباړونکي بايد د ژباړو پر مهال مانا لېږدولو ته پام وکړي، نه د کليمو ټکى پر ټکي ژباړې ته

ليکوال: محمد آصف احمدزى

0 636

موضوع: ژباړونکي بايد د ژباړو پر مهال مانا لېږدولو ته پام وکړي، نه د کليمو ټکى پر ټکي ژباړې ته!

لږ شمېر کسان شته، چې د ژباړې پر مهال د مانا لېږد باندې غور نه بلکې د کليمو ټکى پر ټکي ژباړه باندې غور کوي. حال دا چې دا رنګه ژباړه د ګټې پر ځاى هم پښتو ته زيان او هم ويونکو ته زيان رسوي.

مونږ او تاسې ژباړه ددې لپاره نه کوو چې پښتو ژبه دې د نور ژبو تر اغېز لاندې راشي يا دې د نورو ژبو له سيالى نه پاتې شي، بلکې ژباړه د دې لپاره کوو چې د پښتو ژبې ويونکي د نورو ژبو له علومو، مفاهيمو، اندونو، فرهنګونو… او همدا راز له تجروبو سره بلدتيا پيدا کړي او ژبه د نورو ژبو په شان د مفاهيمو او تجروبو له اړخه غني او لا پرمختګ ته برابره کړي.

ژباړه ژبه غني کوي. په دې کې شک نشته، خو چې زمونږ ژباړونکي په ځيرکتيا سره ژباړه وکړي او د ژباړې اصول په سمه توګه مراعات کړي او که دې برخې ته زيات پام ونه شي؛ نو پښتو به همداسې د نورو ژبو له سيالى پاتې او ورځ تر بلې به خواره او کمزورې وي.
ځينې ژباړونکي د ژباړې پر اصولو يا خو نه پوهيږي او يا داسې کسان وي چې د ژبې په اړه زيات معلومات نه لري، نو کله چې له نورو ژبو ژباړه کوي، د خپلې ژبې د عددونو، مبهم ضميرونو، قيدونو او د ژبې د ترکيبونو پر ځاى د نورو ژبو عددونه، ضميرونه، قيدونه او همداراز ګن شمېر ترکيبونو را ژباړي. چې په دې سره نه يوازې ژبه له ستونزو سره مخ کيږي، بلکې مفهوم هم ګونګيږي او امکان شته چې جملې هم لږ اوږدوالى پيداکړي.

زه يې دلته له هرې برخې څخه ځينې بېلګې راوړم:

د عددونو په برخه کې د ژباړې اغېز:

پوهنمل اسدالله وحيدي په خپل کتاب کې د بريان ټريسي له کتاب څخه د ژباړونکي د تېروتنو ځينې بېلګې راوړي:
(( دا کتاب د بريان ټريسي په وسيله په ۵۸ هېوادونو کې له پنځه ميليونه څخه زياتو ګډونوالو سره د پنځه زره ويناوو او سيمينارونو او د اروا پوهنې او مشاورې په برخه کې د زرګونه ساعته کار پر بنسټ د کرستينا په وسيله برابر شوى دى.))

په پورتني متن کې ( پنځه ميليونو، پنځه زره ويناوو، زرګونه ساعته کار ) ناسم ليکلي دي. ځکه په فارسي ژبه کې اعداد د جنس او حالت له مخې نه ګردانيږي. خو په پښتو کې عددونه هم د جنس له اړخه او هم د حالت له اړخه ګردانيږي.

دلته دا عددونه په اوښتي بڼه راځي. سمه بڼه يې ( پنځو ميليونو، پنځو زرو ويناوو، زرګونو ساعتونو کار) ده.

د مبهم ضميرونو په برخه کې د ژباړې اغېز:

په ځينو کتابونو او په ځانګړي ډول په ژباړل شويو کتابونو کې مونږ دا کلمه ( هېڅ يو ) بېخي ډېره وينو. چې دا کلمه د انګليسي د ( no one ) ژباړه ده. مونږ په پښتو ژبه کې( هېڅ ) لرو. اړتيا نشته چې مونږ د انګليسي no one ټکى په ټکي ژباړه يا د خپلې ژبې له هيڅ ـ سره( يو ) يوځاى کړو. دې ته ورته نورې بېلګې هم شته.

لاندې بېلګو ته پام وکړئ:

ناسم / هېڅ يو افغان راضي نه دى چې په هېواد کې يې جګړه وي.
سم / هېڅ افغان راضي نه دى چې په هېواد کې يې جګړه وي.

ناسم / هېڅ يو زده کړيال راضي نه دى چې پوهنتونونه دې بند وي.
سم / هېڅ زده کړيال راضي نه دى چې پوهنتونونه دې بند وي.

د قيدونو په برخه کې د ژباړې اغېز:

ځينو ژباړونکو پښتو ژبه د انګليسي او فارسي ژبې ترڅنګ د اردو ژبې تر اغېز لاندې هم راوستې. د خپلې ژبې د قيدونو پر ځاى د اردو ژبې ( دلته کې، هلته کې ) کاروي.

پوهنمل اسدالله وحيدي ( پر پښتو ژبې د ژباړې اغېز ) کتاب کې ليکلي: (( دلته کې او هلته کې د اوردو ژبې ( يها پر )، ( وها پر ) ټکى په ټکي ژباړه ده.))
مونږ خپله ژبه کې مکاني قيدونه ( دلته، هلته ) لرو، اړتيا نشته چې د مکاني قيدونو پر ځاى ( دلته کې، هلته کې ) استعمال شي.

لاندې بېلګو ته پام وکړئ:
(( دلته کې د امن اړتيا ده. ))
سم / دلته د امن اړتيا ده.
((ځاله د بازانو ده دلته کې زمريان اوسي.))
سم / ځاله د بازانو ده دلته زمريان اوسي.

همدارنګه دننه دننه ـ ژباړه چې د اردو ژبې له ( اندر ـ اندر) څخه شوې او دې ته ورته نور…

د ترکيبونو په برخه کې د ژباړې اغېز:

د نورو اغېزو تر څنګ، پښتو ژبه د ترکيبونو په برخه کې ډېره اغېزمنه شوې. د نورو ژبو د ترکيبونو اغېزې د پښتو ژبې ويونکو او په ځانګړي توګه د پښتو ژبې ترکيبونو ته ډېر زيان اړولى او لا يې اړوي.
پوهنمل اسدالله وحيدي په خپل ( پر پښتو ژبې د ژباړې اغېز ) کتاب کې څو ترکيبونو باندې بحث کړئ. زه يې دلته يوه بېلګه را اخلم:
تر مشرۍ لاندې: (( د احمد تر مشرۍ لاندې يو پلاوى… ) دا کټ مټ د فارسي ژباړه ده چې د پښتو ژبې له جوړښت سره سر نه خوري.))
((سم / د احمد په مشرۍ يو پلاوى ټاکل شوى.))

پکار ده چې مونږ د ژباړې پر مهال پردي ترکيبونه ونه کاروو، خپل پښتو بديلونه يې وکاروو.

همدا راز پورتنى بېلګې ته ورته نور ترکيبونه هم ليدل کيږي:

کميسون انتخابات تصميم ګرفته…
ناسم / د ټاکنو کمېسون تصميم نيولى…
سم / د ټاکنو کمېسون تصميم لري…
يا د ټاکنو کمېسون پتېيلې ده…

که داسې په غور سره ژباړه وشي هم به پوره مفهوم ولېږدو او هم به مو د خپلې ژبې ترکېبونه، قيدونه، ضميرونه او عددونه له هېردو ژغورلي وي او همداراز خپله ژبه به مو د نورو ژبو له اغېز خوندي پاتې وي.

نوټ:
په ژباړو کې ډېرى وخت دې ته ورته نورې ګډوډي هم ليدل کيږي. ښايي لومړى علت يې دا وي:
کېداى شي ځينې ژباړونکي د دواړو ژبو په توپير سم پوه نه وي او خپل مسلک کې زياته تجروبه ونه لري.
همدارنګه دويم علت يې دا وي:
چې د ژباړو د لارښود په پاره ځانګړى مرکز نشته.
که ځانګړى مرکز جوړ شي او د ژباړو په پاره معيار وټاکل شي، په ډاډ سره ويلى شم چې دا ستونزې به هم له منځه لاړې شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply