حقاني شبکه، څنګه د پاکستان اهداف پلي کوي

سید عبدالله پاچا

0 816

دا خو ټولو افغانانو ته مالومه ده چې د حقاني شبکې مستقیم له ای ایس ای سره اړیکه لري او د هغوی دستورات او پلانونه په افغانستان کې تطبیق کوي.

پاکستان له حقاني شبکې ډیره تمه لري او زیاته پانګونه یې پرې کړې ده، ان د حقاني شبکې اړوند ځانمرګي بریدګر او نور قومندانان او چریکې برید کوونکي د پوځ په ځانګړو مرکزونو کې روزنه ګوري چې بیا پيچلي بریدونه افغانستان کې کوي.

تاسو چې په کابل او ولایتونو کې څومره پيچلي بریدونو په اړه اوریدلي او یا مو لیدلي دي، دا ټول حقاني شبکې کړي او د حقاني شبکې مستقیمه قومنده له ای ایس ای سره ده.

د حقاني شبکې لپاره هر استخدمیدونکی کسان د پاکستان ملیشه بللی شو، ځکه د دې ډلې بریدونو کې رحم نشته، د دوی هدف زیات ویجاړی او ډيرو خلکو وژل دي، دا چې څوک وژل کیږي او ولې وژل کیږي، ورته مهمه نه ده، مهمه دا ده چې څومره قوي برید کولی شي او څومره ډیر کسان وژلی شي.

که له طالبانو سره د حقاني شبکې همکاري نه وی، دې ډلې څلور کاله هم دوام نه شو کولی، خو دا چې دا ډله د حقاني شبکې سره ځان نښلوي، خپل زور زیات ښيي.

د حقاني شبکې د بهرنیو ځواکونو او بهرنیو دیپلوماتانو او اتباعو په ترور او تښتونه کې هم ځانګړی مهارت لري او ځینو پېښو کې بریالي شوي هم دی.

تازه مورد کې د حقاني شبکې پلان جوړ کړی و چې د هند سفارت څو تنه ديپلوماتان د ای ایس ای په دستور او پلان باندې وتښتوي او یا یې ترور کړي.

پاکستان په دې کار سره غواړي چې د هند لاسونه په افغانستان کې لنډ کړي او هغه مرستې او همکاري چې هندوستان یې له افغانستان سره کوي، مخه یې ونیسي.

پاکستان په سیمه کې د حقاني شبکه لري چې هر ډول پيچلي بریدونه او هدفي وژنې پرې کوي.

هغه دوه بهرني استادان چې د انس حقاني او دوه نورو طالب مشرانو په بدل کې خوشې شول، هغه هم د حقاني شبکې له لوري تښتول شوي و.

حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتي ادارې لپاره ځانګړی ارزښت لري او نه غواړي چې یو کس یې هم زندان کې پاتې شي او یې بې ځایه له لاسه ورکړي.

د پاکستان د استخباراتو پلان دا دی چې د حقاني شبکې هر غړی چې وژل کیږي، باید لسګونه افغانان له ځان سره ووژني.

د حقاني شبکې د فعالیت او بریدونو په بدل کې پاکستان له نورو استخباراتي ډلو پيسې اخلي او پاکستان یې بیا د حقاني شبکې قومندانانو ته پکې برخه ورکوی.

د حقاني شبکې وسله وال بیا د اسلام او جهاد په پلمه بریدونو ته هڅول کیږي او د دې بریدونو فتوا د جي ایچ کیو ملایان ورکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply