طالبان او اوسنۍ وحشت!

نوید احمد څرک

0 587

کله چې زلمي خلیل زاد د سولې په راؤستو کې د امریکا حکومت لخوا ځانګړی استازی وپیژندل شؤ. او تر ډېره یې د سولې په روان بهیر خبرې ګړندۍ کړي. او دغه خبرې په ډیر ښه شان پر مخ تللې، چې وروسته د طالبان لخوا د یو برید په تر سره کېدو د امریکا ولسمشر ټرمپ په آمر دغه خبرې په ټاپه ودریدلې. چې وروسته بیا د طالبان لخوا د بار بار غوښتنو په اساس دغه بهیر بیرته پیل شؤ, چې وروسته طالبانو خپلو جنګیالیو ته آمر وکړو,چې ګویا دوی به په امریکایي ځواکونو باندې بریدونه نه کوي.

څرنګه چې افغان ؤلس ته مالومه ده، له مودو راهیسې زموږ ګران هیواد افغانستان د ترهګرو او تروریستانو د شومو اهدافو ښکار ده, او هره ورځ مو په سلګونو بې ګناه  هیوادوال د ترهګریزو بریدونو په پایله کی وژل کیږي ، کورونه او باندې مو ورانیږي, او حتي جوماتونه، دینی علماء، عامه ځایونو، ماشومانو او تورسرۍ مو هم په آمن کې ندې، بیلابیلې ډلې او ټپلي په نوي بڼه او نوي تکتېک سره  د مغرضو ګاونډیانو له لورې ګمارل کیږي. ترڅو د ناامنی او افغان وژنې پدیده پلي او عملي کړي، که په لنډه توګه ووایو چې دغه ټولې ناحوالې او کړاونو زمونږ د مظلوم ؤلس پر وړاندې د دغې ټپل شوي او بدمرغې جګړي ثمره ده, چې هره ورځ زمونږ له ؤلس څخه قرباني اخلي، چې په همدې اړوند  په دې وروستیو کې یو ځل بیا د نړۍ په کچه د سترو علماوؤ, او مفتيانو په لړ کې دا ځل د افغانستان د جګړي د څرنګوالي په موخه د الازهرپوهنتون ستر مفتي امام محمد احمد الطیب، هم د یوې فتوا په ترڅ کې  په افغانستان کې دغه روانه جګړه یې حرامه او  ورور وژنه اوبلله, طالبان یې د جهل لښکر بللی دي.

دا یو ستر حقیقت دی چې د طالبانو او ورته نورو ترهګرو اوسنۍ جګره په افغانستان یو ناروا او د اسلامي انساني ارزښتونو پر خلاف او د نورو د ګټو او ناوړو موخو تر لاسه کولو لپاره جنګیږي. او دوي د سیمي د هیوادونو په ځانګړي توګه د پاکستان او ایران او هغه نیابتي لښکري دي چې د دوی په واسطه د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره  په افغانستان کې جګړه توده ساتلي او د هغوی د ګټو لپاره کارول کیږي, او د هغوی په لارښوونه زمونږ په مقدسو ځایونو، روغتیایې مراکزو، عامه ځایونو، دیني علماو، قومي مشرانو، تور سرو او ماشومانو باندې بریدونه تر سره کوي او بیا خپلو دغو شیطاني، غیر اسلامي او انساني کړنو ته د جهاد نوم ورکوي، حال دا چې دوي د خپلو بهرنیو بادارانو په لارښوونه له بهرنیانو(امریکا) سره د سولې تړون لاسلیک کوي، خو د خپلو افغانانو سره بیا د جګړي اور تازه ساتي، جومات او دیني عالم باندې برید کوي، پر شفاخانه برید کوي او نوې زیږیدلي ماشومان او میندي یې په شهادت رسوي او دې ته ورته په لسګونو نورو جنایتونه چې د دوي لخوا تر سره شوي دي,د جهاد نوم ورکوي.

حال داچې دوی د امریکا سره پر کړې تعهد کې ژمنه کړې چې پرعامه ځایونو, تأسیساتو,روغتونونو,ملکیانو باندې موږ بریدونه نکوو,هو دوی برعکس همغه عمل تکرار کړ چې ښه مثال یې د غزني او سمنګانو پيښې يادولی شو!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply