پاکستان ته د افغان حکومت خبرداری

0 644

افغان حکومت ویلي، پاکستان دې نور پر ډیورنډ کرښه د خپلسرو تاسیساتو له جوړولو لاس واخلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت همدا راز د پاکستان د پوځ له لوري د کونړ اړوندو سیمو باندې راکیټي بریدونه چې د ځاني او مالي تلفاتوسبب ګرځیدلی، غندلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کاږي، د افغانستان زړوه ورو دفاعي او امنیتي ځواکونو د وظیفې په حکم د هیواد له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه د دفاع په لار کې، د تل په څیر، خپله سپیڅلې دنده ترسره کړه.

خبرپاڼه وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتیکو هڅو په نتیجه کې د پاکستان لوري هوکړه وکړه، ترڅو ډزبند تامین او په سیمه کې د دواړو هیوادونو د پوځي مسؤلینو د بیرق لاندې غونډه جوړه سي.

د پاکستان د پوځ له لوري دا ډول راکیټي بریدونه څې د ملکي تلفاتو سبب هم ګرځیدلي د افغانستان د دولت د منلو وړ نه دي او د پاکستان پر دولت غږ کوي ترڅو له دې ډول اقداماتو څخه ډډه وکړي.

دا ډول بریدونه او د دیورند د فرضي کرښې په اوږدو کې د خپلسرو تاسیساتو رامنځ ته کول چې د دواړو هیوادونو تر منځ د کړکیچ لامل ګرځیدلاې سي، په هیڅ وجه د افغانستان اسلامي جمهوريت ته د منلو وړ نه دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply