نبیل: د سولې په نوم د امریکا او پاکستان معامله روانه ده

0 1,053

د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل وایي، د سولې په نوم معامله روانه ده او تر هغو چې پخپله افغانان په دې پروسه کې شامل نه وي، حق لري په رښتینولۍ یې شک وکړي.

ښاغلی نبیل وایي، د سولې روانه معامله یو طرفه ده او د ځینو هېوادونو لپاره اقتصادي او سیاسي ګټې لري.

د نوموړي په وینا، د سولې پروسه هم نیابتي شوې، افغانان په دې پروسه کې هېڅ ډول برخه نه لري او زموږ د سرنوشت په اړه نور هېوادونه تصمیم نیسي: «موږ حق لرو په پاکستان شک وکړو، شک دښمني نه ده. د سولې د خبرو میز ځکه قطر یرغمل کړی، چې راتلونکي کې یې شیخان افغانستان کې د کانونو، ګازو او نفتو قراردادونه واخلي.»

د ښاغلي نبیل په وینا، له یوه لوري د سولې پروسه روانه ده او له بل لوري ترهګرې ډلې منظمېږي چې راتلونکې جګړې ته چمتووالی ونیسي: «پاکستان په راکټي بریدونو افغان ځواکونه مصروف کړي او لګیا دي لشکر طیبه او نورې ترهګرې ډلې کونړ ته استوي.»

نبیل وایي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې ضمیمه کې څه دي، ولې افغانان پرې نه خبرېږي، لږ ترلږه خو باید پوه شو چې د افغانستان په تړاو ضمیمه لیکونو کې څه شته دي.

ښاغلي نبیل د سولې پروسه کې د خلیلزاد په یو اړخیزه رول هم انتقاد وکړ او وې ویل، هغه د امریکا ګټو ته ژمن دی او د افغانستان پروا نه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply