پر افغان ځواکونو د بریدونو په تړاو د طالبانو امر

عبدالمنان توحیدیار

0 652

د طالبانو د ځینو قومندانانو غږونه خپاره شوي چې پکې وسله والو ته سپکې سپورې ویل کیږي او غوښتنه ترې کیږي چې پر افغان ځواکونو باندې بریدونه زیات کړي.

د دې بریدونو په تړاو ښکاره څه نه دي ویل شوي چې ولې بریدونه زیات کړي، خو یو څه چې ښکاره دي، هغه دا چې د قطر سیاسي طالبان او د جګړې قومندانو ترمنځ سخت اختلاف پيدا شوی دی.

د قطر طالبان امریکا ته ډاډ ورکوي چې تاوتریخوالی یې کم کړی، خو جنګي قومندانان هڅه کوي د قطر سیاسي طالبانو دا لوظ مات کړي او تاوتریخوالی زیات کړي.

د دې یو ستر لامل دا دی چې د طالبانو جنګي قومندانان پوره کوشش کوي چې د سولې خبرې په تاوتریخوالي باندې سبوتاژ کړي چې جګړه دوام پيدا کړي.

دا غږونه چې خپاره شوې د سروبي ولسوالۍ لپاره د طالبانو قومندان محبوب شاه دی چې خپلو وسله والو ته سپک الفاظ کاروي او خبرداری ورکوي، که جګړه زیاته نه کړي، نو له سخت چلند سره به مخ شي.

په دې خبرو کې یوه نوې خبره دا ده چې پر طالبانو غږ کیږي چې تاسو د ملا هیبت الله ډلې په هلو ځلو له زندان خوشې شوي یاست او مجبور یاست چې جګړه زیاته کړئ.

داسې ښکاري چې طالبانو هغه کسان بیا جګړې ته مجبور کړي چې تازه د افغان دولت له زندانونو خوشې شول.

دا زندانیان د ښه نیت له مخې افغان حکومت خوشې کړل چې له طالبانو سره سولې ته ورسیږي او جګړه پای ته ورسیږي، ژمنه شوې وه چې خوشې شوي طالبان به بیا جګړې ته نه ستنیږي، خو اوس ښکاري چې خوشې شوي کسان مجبور کیږي چې بیرته جګړې ته وګرځي.

طالبانو اوس د ډانګ او پړانګ ترمنځ پاتې دي

هلته یې قطر کې له امریکا سره ژمنه کړې چې تاوتریخوالی به کموي، خو د جګړې قومندانان یې دا امر نه مني او جګړې ته یې شدت ورکړی دی.

د یو طالب قوماندان دغه غږیز کلېپ داسې مهال تر لاسه کیږي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ په قطر کې د سولې په شوې هوکړه کې طالبانو ژمنه کړې ده چې افغانستان کې به تاوترخوالی او جګړه کموي، خو د دې برعکس طالبانو د افغانانو پر وړاندې جګړه له بل هر وخت توده ساتلې او پرته لدې چې په بهرنیو عسکرو بریدونه وکړي افغانان وژني.

همدا د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو اوج دی او انديښنه شته که طالبانو سره هوکړه وکړي، دا به د جګړې د پای په مانا نه وي او زیات امکان شته چې جنګي ډلې تر یو بل بیرغ او بل نوم لاندې جګړه پيل کړي.

همدا اندیښنه له ټولو افغانانو سره ده او له افغان حکومت غوښتنه لري چې له طالبانو سره سوله کې دې په احتیاط ګامونه واخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply