طالبانو خپلمنځي تښتول پيل کړل

نوید احمد څرک

0 753

د طالبانو ترمنځ خپلمنځي اختلافاتو څخه وروـ ورو پرده پورته کیږي او دا اختلافات ډاګیز کیږي.

تازه ملګرو ملتونو امنیت شورا اندیښنه ښودلې چې سولې خبرو ته په نږدې کیدو د طالبانو ځینې جنګي ډلو لارې بیلې کړي او ځینې نور په مشورو بوخت دي چې تر سولې وروسته تر کوم نوم لاندې جګړه پيل کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تازه راپور که څه هم طالبانو رد کړی، خو داسې ښکاري چې طالبان ډیر ژر په څو ټوټو وویشل شي.

د ملګرو ملتونو له راپور یوه اوونۍ وړاندې له کویټې راپورونو لیکلي و چې د کویټې شورا مهم غړی سید عبدالرحمن اغا تښتول شوی دی.

د اغا صاحب په تښتول کیدو د طالبانو ترمنځ سخت کشمکش روان دی، شکونه راپورته شوي چې عبدالرحمن د ځينو طالب مشرانو په غوښتنه ای ایس ای تښتولی دی.

عبدالرحمن اغا د ملا عمر ساتونکی او د راز کس و چې اوس د ملا عمر د پلویانو په منسجم کیدلو بوخت و.

دا منسجم کیدل د طالبانو د مشر ملا هیبت الله په خلاف و چې د ملا عمر نږدې ملګري یې خفه کړي او مهم مسایلو کې یې حاشیه کې ساتلي دي.

د پاکستان استخباراتي ادارې هغه طالب مشران او قومندانان لاس کې نیولي چې د سولې پروسې د سبوتاژ کولو کوشش کوي.

دغه راز هغه طالب مشران او قومندانان یو ـ یو حاشیې ته کوي ، یا یې وژنې او یا یې تښتوي چې د سولې پروسې د بریا او مذاکراتو لپاره هڅې کوي.

طالب چې د پاکستان ملیشې دي هیڅکله د دې هېواد له ګټو نه شي تیریدلی او هر طالب مشر او قومندانان چې د پاکستان ګټې څنډې ته کړي په همغه ورځ یا نادرکه کیږي او له منځه وړل کیږي.

د طالبانو ترمنځ کشمکش په همدې زیات شوی چې ولې د پاکستان استخباراتو لاسونه دومره اوږده شي چې ان په لوړه کچه د دوی په ګمارنو او منفک کیدو کې لاس ولري.

وروسته له هغې چې  د قطر دفتر سیاسي پلاوي کې بدلونونه راغلل، د ملا عمر نږدې کسان څنډې ته شول، پر ځای یې د ملا هیبت الله او حقاني شبکې کسان ځای په ځای شول چې د نورو طالبانو د خفګان لامل شول.

دغه راز طالبانو رهبرۍ د قومندې په صفونو کې هم بدلونونه راوستي او هغه قومندانان یې څنډې ته کړي چې سوله غواړي او یا د پاکستان له اوامرو یې سرغړونې کولې.

اوس هغه طالب قومندانان چې تازه تشکیلاتو کې له دندو لیرې شوي او یا یې موقفونه واړه شوي، هڅه کوي چې یوه بله ډله تر یو بل نوم لاندې راپورته او جګړې ته دوام ورکړي.

دا ډلې هم د پاکستان استخباراتو په یو ډول لاس کې نیولي او امکانات ورته برابروي چې که یوه ډله یې له لاسه وځي، په بله ډله به یې ځپي.

خو اوس مهال تر ټولو زیات کشمکش پر دې زیات دی چې ولې طالبان خپلمنځ کې اختلافاتو کې ای ایس ای ښکیل کوي او طالب مشران پرې تښتوي او یا یې له منځه وړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply