د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د سرنوشت په اړه مشورتي لویه جرګه غوښتل کېږي

0 727

ولسمشر غني د لوی اختر په مناسبت ولس ته پخپله وینا کې وویل، چې د طالبانو د پاتې ۴۰۰ بندیانو د خوشې کولو صلاحیت زه نه لرم او په دې اړه ولس ته مراجعه کوم.

ولسمشر غني وویل، له ولس څخه د مشورې اخیستو او د دغو بندیانو د سرنوشت ټاکلو په اړه به ډېر ژر مشورتي لویه جرګه راوغوښتل شي.

هغه وویل، موږ د طالبانو د پاتې ۴۰۰ بندیانو د خوشې کولو په اړه منفي ځواب نه ورکوو، خو فیصله به یې هم ولس کوي او هغه هم د مشورتي لویې جرګې په چوکاټ کې.

ولسمشر دغه راز د طالبانو له لوري د اوربند د دوام هرکلی وکړ او سولې ته د ښه نیت ښودو لپاره یې د ۵۰۰ هغو بندیانو د خوشې کولو اعلان وکړ چې د طالبانو په لېست کې نه دي: «د طالبانو د دغو بندیانو په خوشې کولو کې ټولو ولایتونو او قومونو ته پام شوی دی او سولې ته د ښه نیت لپاره خوشې کېږي.»

ولسمشر یو وار بیا غوښتنه وکړه چې اوربند دې تمدید شي او افغان حکومت د سولې لپاره بېساري او لوی ګامونه پورته کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply