حامد کرزی: د بین الافغاني مذاکراتو پیل لپاره هېڅ خنډ د منلو نه دی

0 659

پخواني ولسمشر حامد کرزي د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۱ کلیزې په مناسبت د مبارکۍ په خپاره کړي پیغام کې ویلي، خلک د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې هېڅ خنډ نه مني او ژر تر ژره د دې بهیر د پیل غوښتنه کوي.

حامد کرزی وایي، یوازینۍ لار چې سولې او ارامۍ ته پرې رسېدلی شو همدا بین الافغاني مذاکرات دي او د جګړې دوام د نورو په ګټه دی.

نوموړی داسې مهال د بین الافغاني مذاکراتو په ژر تر ژره پیلېدو ټینګار کوي چې د سولې مشورتي لویې جرګې د غوښتنو پر اساس، حکومت د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د خلاصون لړۍ پیل کړه، چې په دې سره باید بین الافغاني مذاکرات پیل شوي وای.

خو طالبانو لا تر اوسه د افغان حکومت اسیران نه دي خوشې کړي او د مذاکراتو پر وړاندې همدغه څه یوازینی خنډ بلل کېږي.

تېره ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وویل، طالبان د حکومت د اسیرانو په نه خوشې کېدو سره د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې خنډ جوړوي او د ژمنو مطابق یې د اسیرانو د ازادولو لړۍ ودرولې او تر هغو چې دغه اسیران خوشې نه کړي، حکومت به یې هم پاتې بندیان خوشې نه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply