ولې ځینې طالبان داعش ته ستنیږي؟

0 482

وروسته له هغې چې طالبانو له امریکا سره هوکړه وکړه او په دې هوکړه کې یې ځینې موارد له امریکا سره منل، خو له جنګي طالبانو یې پټ وساتل، د جنګي او سیاسي طالبانو ترمنځ یو کړچ پیدا شوی دی.

د طالبانو منځ کې داسې ګونګوسۍ دي چې طالبانو له امریکا سره منلې چې د امریکا ګټې به په افغانستان کې خوندي وي او ټولې هغه ډلې به له منځه وړي چې د امریکا ګټو ته په افغانستان کې ګواښ وي.

له همدې ویرې د داعش خراسان ډلې په یو لیکلي پيغام کې د طالبانو په جنګي ډلو غږ کړی چې د دوی له صفونو سره دې یو ځای شي او د امریکا او امریکا د ملیشو (طالبانو) پرضد دې مبارزه وکړي.

د داعش خراسان ډلې تر دې وړاندې هم داعش ډلې ته د امریکا ملیشې ویلي، خو اوس چې له امریکا سره هوکړه وشوه، د طالبانو ځینې جنګي ډلې هم سیاسي طالبانو ته د امریکا د ملیشو خطاب کوي.

د داعش دا وړاندیز چې د طالبانو وسله والو ډلو ته یې کړی،خطرناک دی، ځکه د طالبانو وسله وال له امریکا سره په هوکړه او له افغان دولت سره په جګړه باندې راضي نه دي او په دې برخه کې یې خپلې جدي اندیښنې له سیاسي ډلې سره شریکې کړي دي.

اوس له طالبانو سره هم اندیښنه شته، که چیرې له امریکا او افغان دولت سره سولې ته رسیږي، اړتیا ده چې ټوله ډله په منسجم ډول خلع سلاح کړي او جګړې په یو ځل بنده او سرتاسري اوربند وشي.

که طالبان په دې وضعیت کې د خپلو وسله والو منسجم کیدلو باندې و نه توانیږي، ښکاره ده چې د طالبانو غرور او کاذب قوت له پوښتنې سره مخ دی.

د طالبانو له سولې سره یو ځآی پاکستان داعش ډله کې مهم کلیدي کسان ځای په ځای کړي او امکانات یې ورته برابر کړي دي.

پاکستان په دې هڅه کې دی چې د طالبانو د جګړې ځای پر داعش ډک کړي او د دې لپاره د طالبانو هغو جنګي قومندانانو سره د پاکستان استخباراتو خبرې کړي، چې له دې سازمان سره یې اړیکې مستقیم دي.

له طالبانو ناراضي وسله والو باندې پاکستان هم کار کوي چې د داعش ډلې ته یې سوق کړي او د دې په بدل کې به پاکستان ورته امکانات او پيسې برابروي.

افغانان له طالبانو سره په سوله باعزته او پاداره سوله غواړي چې د جګړې د بس لامل شي، که چیرې طالبان په خپلو جنګي قومندانانو او وسله والو باندې کامل کنټرول نه لري، نو ښکاره ده چې د سولې هوکړه به د جګړې پای نه بلکې د یوې بلې ډلې د حضور او فعالیت پيل وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply