قمر باجوه د سعودي د راضي کولو لپاره دغه هېواد ته تللی دی

0 990

وروسته له هغه چې سعودي عربستان له پاکستان سره خپلې ۶٫۲ میلیارد ډالري مرسته وځنډوله، د پاکستان پوځ بېرته هڅه پیل کړې چې سعودي راضي کړي.

تازه د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د یوه پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته رسېدلی دی او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره یې کتلي دي.

د پاکستان د پوځ مشر سعودي ته د خپل هېواد د بد اقتصادي حالت په اړ معلومات ورکړي او له سعودي سره د یو شمېر نویو ژمنو او تعهداتو پر اساس کار کوي چې دغه هېواد بېرته له پاکستان سره د تېلو او نغدي مرستې دوام ته اړ کړي.

سعودي د کشمیر په قضیه کې د پاکستان له لوري د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان څنډې ته کولو په غبرګون کې پر پاکستان دغه مرسته وځنډوله، خو شنونکي ایران او متحده عربي اماراتو ته د پاکستان د ډېر نږدې کېدو له امله سعودي په غوسه کړی او په دې هېواد یې خپلې مرستې ځنډولې دي.

د مرستو دغه ځنډ له وړاندې له اقتصادي رکود سره مخ د اټومي ځواک لرونکی دغه هېواد له نورو اقتصادي ستونزو سره مخ کړی او دغه مهال شاوخوا ۱۸ سلنه بېکاري پرې نوره هم ور زیاته شوې ده. اوس پوځ بیا لاس په کار شوی له سعودي مرستې ترلاسه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply