د پاکستان پروړاندې کرکه په پاڅون بدلیدونکې ده

نوید احمد څرک

0 725

پاکستان چې له کلونو راهیسې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي او د افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې په اوږدو کې یې بیلابیلو ډلې د جګړې او ورانۍ لپاره رامنځ ته کړي، تراوسه یې دا لاسوهنه دوام لري.

دا کومه ادعا نه ده چې افغانان او یا یې افغان حکومت کوي، دا هغه حقیقت دی چې د پاکستان پخوانیو او اوسنیو چارواکو پرې اعتراف کړی دی.

د پاکستان اوسني وضعیت کې سترې لاسوهنې دا چې، هغو ترهګرو ډلو ته یې پټنځایونه ورکړي او امکانات ورکوي چې افغانستان کې عملا عام خلک وژني او افغانستان ورانوي.

د دې ترڅنګ پاکستان پر ډیورنډ کرښه اغزن تار په دې پلمه تیر کړ چې له پولې ترهګر تګ راتګ و نه کړي، خو پاکستان د ترهګرو د تګ راتګ لپاره هغو ځایونو کې لارې پريښې چې هلته د افغان ځواکونو مرکز نشته.

پاکستان له کلونو راهیسې ډيورنډ کرښې ته څيرمه سیمو باندې راکټي بریدونه کوي چې د خلکو له سخت غبرګون سره مخ دي.

له پاکستان څخه د افغانانو کرکه ورځ تر بلې زیاتیږي او دا کرکه حقیقي کرکه ده چې هیڅکله به په مینه بدله نه شي، تر څو چې پاکستان له خپل منافق سیاست څخه وا نه وړي چې د ترهګرو ملاتړ کوي.

دغه راز پاکستان په کوزه پښتونخوا کې پښتنو باندې ژوند تریخ کړی، کوز او بر پښتانه سره ګډې اړیکې او مشترکات لري، ځکه یو قوم په دوه برخو ویشل شوی دی او دواړه ګډ درد او خوښي لري.

اوس چې له ټولو اړیکو، خبرو او ناستو سره سره پاکستان د ترهګرۍ له ملاتړ لاس نه اخلي او لاسوهنو ته دوام ورکوي، افغانانو د صبر کاسه ورته ډکه شوې او خبرداری دا دی چې د پاکستان پرضد به پاڅون کوي.

خلک له وړاندې چمتو دي چې پاڅون وکړي، خو دا چې شرایط برابر نه دي، د دې پاڅون مخه نیول شوې ده.

تاسو به لیدلي وي چې ډيورنډ کرښې ته څېرمه څو ځل خلک پاریدلي او اغزن تار یې لیرې کړی او تاسیسات یې ورته وران کړي دي.

دوه ورځې وړاندې د سولې کاروان مشر حاجي ظاهر قدیر په یو خبري کنفرانس کې خبرداری ورکړ چې که پاکستان د ډيورنډ پر کرښه له سرغړونو لاس وا نه خلي، سرتاسري پاڅون به د پاکستان پرضد وکړي.

دا پاڅون داسې ولسي پاڅون دی لکه د داعش او طالبانو پرضد چې ځینو سیمو کې خلکو وکړ او دا ډلې یې  له مخې پورته کړې.

د پاڅون لپاره ټول خلک رضاکار ډول باندې چمتو دي او یواځې غږ او رهبرۍ ته په تمه دي چې کله او له کوم ځای څخه پاڅون پیل کړي چې د پاکستان د لاسوهنو او بریدونو مخه ونیسي.

پاکستان باید دا خبرداری بابیزه و نه ګڼي، افغانان د پاکستان له سیاستونو په تنګ شوي او غواړي چې نور له دې سرطان دانې څخه ځان خلاص کړی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply