د شنونکو په خبره دامهال د پاکستان پر وړاندې هغه وسله‌والې ډلې د تحريک طالبان پاکستان يا TTP تر چتر لاندې د راټولېدو په هڅه کې دي چې په خپله د دې هېواد د استخباراتي شبکې له لوري رامنځته شوي او د دوی تر څار لاندې يې فعاليت کاوه. دوی دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي چې هندۍ ډيپلوماټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د تحريک طالبان پاکستان يا TTP ډله بېرته په پاکستان کې د خپلو فعالتونو د زياتولو په هدف د انسجام په حال کې ده. په دغه راپور کې چې کابو ۵ورځې وړاندې خپور شوی راغلي، د يادې ډلې له لوري د انسجام په ترڅ کې تازه د افغان طالبانو تر چتر لاندې د جمعيت‌الاحرار او حزب‌الاحرار دوې وسله‌والې ډلې هم چې د TTP پخوانۍ شاخې وې، له تحريک طالبان پاکستان سره بېرته يو ځای شوي دي. دې ډلو له ۲۰۱۴ کال را وروسته هغه مهال چې له پاکستاني طالبانو رابېل شول، د افغانستان په ختيځ کې د افغان طالبانو په همکارۍ د افغان ځواکونو پر وړاندې پر فعاليت لاس پورې کړ. ورځپاڼې زياته کړې چې له پاکستاني طالبانو سره د يادو ډلو د يو ځای کېدو پخلی په پخپله پاکستاني طالبانو هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره کړی دی. د چارو شنونکی مطيع‌الله خروټی وايي، له پاکستاني طالبانو سره د جمعيت‌الاحرار او حزب‌الاحرار په څېر د وسله‌والو ډلو يو ځای کېدل چې فعال جنګيالي او تجهيزات لري، د دې ډلې نظامي قووت څو برابره زياتولی شي او په خبره يې دا کار ښايي د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې په قبايلي سيمو او د پاکستان په نورو ښارونو کې د جګړې د پیل متفاوت فصل وي. نوموړي په دې اړه سيحون ته وويل:

«دلته بايد ووايم هو؛ پاکستاني طالبانو په پېښور کې پر پوځي ښوونځي لوی بريد کړی و او اوس د داسې بريدونو د کېدو امکان زيات شو. دوی به د پاکستان پوځي او ملکي هدفونه هم په نښه کړي. داسې ډلې پاکستان خپله جوړوي خو چې له مديريت يې ووځي نو خپله دوی ته بيا سرخوږی جوړوي.»

د ډيپلوماټ ورځپاڼې د راپور له مخې جمعيت‌الاحرار او حزب‌الاحرار د پاکستاني طالبانو هغه دوې پياوړې شاخې دي چې د يادې ډلې د مشر حکيم‌الله مسعود تر وژل کېدو وروسته د رهبرۍ پر سر د راپورته شويو جنجالونو له کبله په ۲۰۱۴ميلادي کال کې له دې ډلې جلا شوې. خو اوس چې دغه ډله له خپلو شاخو سره بېرته د پاکستان په مقابل کې منسجمېږي، شنونکي يې لامل د پاکستان له لوري د هغو ترهګرو ډلو په مديريت کې ضعف بولي چې پاکستان يې په سيمه کې او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د خپلو ګټو د تحقق په هدف کاروي. شنونکی او نظامي کارپوه جنرال طاهر يرغل پر دې باور دی چې دامهال بايد د ترهګرۍ د تمويل او تجهيزولو له درکه متقابل محصول ترلاسه شي او په خبره يې د دغه محصول بڼه په افغانستان کې د ترهګرۍ له کبله د رامنځته شويو قربانيو بيه پرې کول دي چې تر دې وروسته به يې پخپله پاکستان جبرانوي. نوموړي په دې اړه زياته کړه:

«دې ډلو د پاکستان د استخباراتو تر څار لاندې کار فعاليت کاوه، خو اوس په خپله دوی ته بلا شوي دي. پاکستان تل په افغانستان کې ترهګري تمويل کړې خو اوس وار د پاکستان دی چې په خپل لاس د تمويل شويو ډلو له لوري به تهديدېږي.»

د پاکستان له لوري د پاکستاني طالبانو د يو شمېر غړيو له نيول کېدو سره همهاله په وروستيو کلونو کې د دې ډلې فعاليتونه خورا محدود شوي خو دا ډله لا هم د خپل تحرک ساتنې او تثبيت په هدف په قبايلي سيمو کې وخت ناوخت د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او کاروانونو بريدونه کوي.

اوس چې د يادې ډلې د بېرته انسجام په اړه راپورونه خپاره شوي، شنونکي يې د قووت او فعاليت ساحې د پراخوالي تصور کوي.