د افغانستان، امريکا او آلمان د همکاريو پياوړتيا سازمان ټينګار کوي، چې په افغانستان کې روان امينيتي وضعيت د اندېښنې وړ دی او د ښه کولو په هدف يې بايد ملګري هېوادونه همکاري وکړي.
دا څرګندونې نن سه شنبه د همدې سازمان د پرانېسې په غونډه کې وشوې. د ياد سازمان د فعاليتونو عمده ساحه يې د افغانستان، امريکا او جرمني ترمنځ د همکاريو پياوړتيا ده. دغه سازمان باور لري که د سولې په برخه کې له افغانستان سره د ملګرو هېوادونو او په ځانګړې توګه د امريکا او جرمني په هڅو کې جديت رامنځته نه شي، نو په افغانستان کې روان امنيتي وضعيت په اسانۍ نه شي ښه کېدای. ياد سازمان رئيس محمد بشردوست وايي، د افغانستان سولې او بيا رغونې په چارو کې د امريکا او جرمني پر رول سترګې نه شي پټېدای او ټينګار کوي چې له يادونو هېوادونو سره د دوستانه اړيکو پراخوالی د اوږدمهال لپاره د افغانستان په ګټه دی. نوموړی وايي، د يادو هېوادونو ترمنځ د همکاريو يوه پياوړي ميکانېزم رامنځته کولو لپاره يې مټې بډوهلي او زياتوي چې له ياد ميکانېزم پرته په افغانستان کې د سولې په شمول په هر اړخيزه برخه کې ننګونې لا زياتېدای شي.
بشردوست دغه راز ټينګار کوي چې د يادو هېوادونو ترڅنګ نړيواله ټولنه هم بايد له افغانستان سره د سولې ټينګښت په برخه کې جدي همکاري وکړي او ګني پرته له دې د نوموړي په خبره په افغانستان کې وضعيت مثبت لوري ته نه شي تغيرېدای. نوموړي په دې اړه جوړه شوې غونډه کې خبريالانو ته وويل:
«نړيواله ټولنه دې د افغانستان جنګي حالاتو حلولو په هدف اساسي هڅې وکړي. د دې ترڅنګ که د دوستانو او مخالفانو ترمنځ قاطعيت ونه لرو، نو عادي حالت ته نه شو ستنېدلی. ځکه مونږ وايوو چې د همکاريو پياوړتيا په هدف دې يو تحرک رامنځته شي.»
په ورته وخت کې د ملي شورا غړي هم د افغانستان، امريکا او جرمني ترمنځ د اړيکو پر پياوړتيا ټينګار کوي او په خبره يې دا هېوادونو له نږدې يوې پيړۍ راهيسې په نړيواله کچه د افغانستان د نږدې متحدانو په توګه مطرح دي. د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري وايي، دا هېوادونو د له افغانستان سره د کړيو هوکړو او تعهداتو له مخې دې د امنيتي وضعيت ښهوالي ته کار وکړي.
نوموړې په دې اړه وايي:
«هغه هېوادونه چې له افغانستان سره هوکړې لري، تر هر څه اول بايد د امنيتي وضعيت ښهوالي ته کار وکړي. دغه راز له دوستو هېوادونو جدي غوښتنه کوو چې د سوې لپاره دې له مونږ سره همکاري وکړي.»
د چارو يو شمېر شنونکي بيا چې په ياده غونډه کې يې ګډون درلود له دوستو هېوادونوسره د اړيکو نه پاللو دليل په دولتي دستګاه کې د پاليسيسازو کسانو محدود حضور بولي.
شنونکی او کارپوه روحالله احمدزی وايي، افغان حکومت له يو شمېر دوستو هېوادونو سره د اړيکو په پاللو کې له ضعف کار اخلي او زياتوي چې په همدې اساس له يو شمېر دوستو هېوادونو سره د افغانستان اړيکې سړېږي. نوموړي په دې اړه زياته کړه:
«په حکومت کې د ستراتيژيو او پاليسيو جوړوونکي نشته، ځکه له دوستو هېوادونو سره حتا اړيکې خرابېږي. په کار ده چې د دې ستونزې په حلولو سره له يادو هېوادونو سره اړيکې د سړوالي پر ځای پراخې شي.»
د افغانستان، امريکا او جرمني ترمنځ د همکاريو پياوړتيا په تړاو دا څرګندونې داسې مهال دي چې ياد هېوادونه د افغانستان سولې په پروسه کې له يوه پيا وړي حيثيت برخهمند دي، خو اوس چې د يو شمېر خصوصي بنسټونو له لوري د يادو درېيو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پر پياوړتيا ټينګار کېږي، ګمان دا دی چې ياد هېوادونه په افغانستان کې د دوامدارې سولې ټينګښت په هدف د هماهنګۍ رامنځته کول غواړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320