افغان حکومت: پاکستان ترهګرۍ سره مبارزه کې د ملګرو ملتونو پرېکړه نه ده عملي کړې

0 558

بهرنیو چارو وزارت وایي، د ملګرو ملتونو د پرېکړې مطابق ترهګرۍ سره مبارزه الزامي ده، خو پاکستان له دې پرېکړې سرغړونه کړې ده.

پر طالبانو د بندیزونو او تحریمونو په اړه د پاکستان د وروستيو ضد او نقیض اقداماتو په اړه د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي دي، چې افغان دولت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک د تطبیق په اړه خپره شوې اعلامیه په دقت ارزولې او د دې سند مطابق، د پاکستان حکومت ژمنه کړې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ته د ژمنتیا پر اساس به پر طالبانو او نورو ترهګرو ډلو وسلې تحریموي او مالي منابع به یې وچوي.

د اعلامیې د متن پر اساس، افغان حکومت د پاکستان له لوري د دې سند د تطبیق بهیر څاري.

پاکستان پر طالبانو د بندیز تر اعلانولو یوه ورځ وروسته د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو ډله اسلام اباد ته ور وغوښته او دې کار د پاکستان له لوري د ملګرو ملتونو د دغې پرېکړې ښکاره نقض وښود، خو دا چې ملګري ملتونه به یې په غبرګون کې څه وکړي، لا معلومه نه ده.

افغان حکومت تل ادعا کړې چې پاکستان طالبانو ته وسلې او مالي امکانات برابروي او د دوی له مرستې پرته طالبان یوه اونۍ هم جګړه پرمخ نشي وړلی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply