د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه تېره ورځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه میرانشاه ته سفر وکړ او دغلته یې له مېشتو پاکستاني پوځیانو او استخباراتي ډلګیو سره وکتل.

د ډیوه راډیو د راپور پر اساس، د دغه سفر عمده هدف په ډيورنډ کرښه د اغزن سیم غځولو کار له نږدې کتل او ارزول و او د پوځ او استخباراتو له ډلګیو سره نوموړي د هغو ځایونو په اړه هم خبرې کړې دي چې د پټو پوځي اهدافو لپاره کارول کېږي.

خو تر دې هاخوا په وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د نویو پروژو لپاره هم دغه سفر مهم ګڼل شوی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالیتونو پراختیا په غبرګون کې کېږي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په دې وروستیو کې د وزیرستان د اوسېدونکو په انسجام کې مهم رول لوبولی او دغلته یې د اتمانزو قومي لویه جرګه فعاله کړې چې د وزیرستان په امنیت، اقتصاد او سیاست کې ښکېله شوې ده.

دغه جرګه ادعا لري چې په وزیرستان کې د پاکستاني پوځ مداخله د استخباراتي اهدافو لپاره ده او په ۲۰۱۴ کال کې د ضرب عضب عملیاتو له امله د اوښتو زیانونو د جبران غوښتنه کوي.

د اتمانزو جرګه وایي، پخپله د وزیرستان د امنیت نیولو وړتیا لرو او پوځ له همدې امله وارخطا دی چې دغه سیمه یې له کنټرول څخه ونه وځي او په وروستیو دوو میاشتو کې یې همدلته بېرته شاوخوا ۲ زره پاکستاني طالبان مجهز کړي دي.