خلک افغان ځواکونه په کومو نومونو ستايي

سید عبدالله پاچا

0 1,272

بیلابیلو ولایتونو کې د سختو ورښتونو له کبله سیلابونه راوتلي، ځینو سیمو کې یې کورونه وړي مرګ ژوبله یې اړولې او ځینو نورو سیمو کې یې لوی لارې تړلي دي.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په تصویرونو او ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د خلکو مرستې ته رسیدلي او له خپل توان سره هڅې کوي چې خلکو ته نجات ورکړي.

د پروان ولایت عکسونو کې ښکاري چې د ملي پوځ سرتیري د خلکو جسدونه راوباسي او لارې خلاصوي، د پوځ سرتیري شپه او ورځ کار کوي چې له یوې خوا د خلکو جسدونه راوباسي او له بلې خوا خلکو ته لومړني توکي ورسوي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د پکتیا کابل پر لویه لار د تیري کنډو سیمه کې سیلابونو سړک ویجاړ کړی و، چې ځینې موټر له تخریب کیدو او خلک د مرګ له ګواښ سره مخ و چې افغان ځواکونو په خپله مرسته ژغورلي دی.

دا عکسونه خواله رسنیو کې لاس په لاس شوي او ټولو یې پراخ هرکلی کړی دی، همدا ځواکونه دي چې زموږ د مال او ځان ساتونکي دي.

د پروان او پکتیا له پېښو وروسته د کابل ـ جلال اباد لار باندې سیلابونو سړک تخریب کړی او د غره ښویدنې له کبله سړک تړل شوی و چې د چهارشنبې ورځې څخه بیا تر پنجشنبې یې شپه او ورځ کار کړی او سړک یې د خلکو پروړاندې پرانیستی دی.

د افغان پوځ دا کار په خواله رسنیو کې هم د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ دی، افغان پوځ له نامرده دښمن سره مخ دی او په دې حالت کې هم د خلکو مرستې ته وردانګي.

دا ځواکونه د خلکو له منځه راپورته شوي او خلکو د خدمت لپاره قسم کړی دی، نو ځکه شپه او ورځ بیدار وي چې خلک یې ارام ژوند ولري.

خو له دې ټولو سره یو ځای چې سرتیري د خلکو په ژغورنه او له سیلاب ځپلو سره په مرسته بوخت دي، طالبان پرې له شا ګوزار کوي او زیان ورته رسوي.

طالبان خو په دې وضعیت کې له خلکو سره مرسته نه کوي، خو برعکس هغه کسان او بنسټونه چې د خلکو مرسته کوي، طالبان یې مخه نیسي او ګواښ ورته جوړوي.

پکار خو دا وه چې لږ تر لږه طالبانو دې ورځو کې خپلو وسله والو ته ویلی وی چې پر هیچا برید و نه کړئ چې د سیلاب ځپلو لاسنیوی کوي.

افغان ځواکونه په یو وخت هم سیلاب ځپلو سره مرسته کوي، لاسنیوی یې کوي، له مرګ یې ژغوري، له سختې ورځې یې ژغوري، له دې سره همهاله له نامرده دښمن سره په جګړه دي او خلک د دښمن له شر څخه ساتي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply