د ښار په سیل وتی وم

فولاد اورنګزیب

0 667

د ښار په سیل وتی وم، د یوه ښکلي دنګ چې په سريې اسماني رنګه په څو سپینولیکو یا پټو او یوه د حضرت محمد مصطفی ص د خوښې رنګ یعنې شنه لیکه لونګی تړلې سپینږیري سره مخامخ شوم. د سپینږیري له مخ نه نور (رڼا) زما په سترګو لګیدله چې زما زړه او احساس یې روښانه کړ، داسې غټې تورې سترګې ما د چا تر اوسه لیدلې نه وې. ډیر ښایسته ښکاره کیده. یو متل دی وایې د فلاني سترګې دومره ښایسته دي لکه د هوسئ. لمړۍ مو روغبړ وکړ او بیا یې وار له لاسه زما نوم واخیست غږ یې راباندې وکړ، زویه! زه چې څه وایم په دقت یې واوره. زه هک حیران شوم چې زه خو دا بابا نه پیژنم نو دی څنګه زما نوم یادوي. زه لا د تعجب په وسوسه کې ډوب وم چې بابا خپلو خبرو ته لا زور ورکړ. زما د ذهن او په زړه کې دا پوښتنه همداسې پاتې شوه. د خبرو ادامه کې یې خپلې لاسته راوړنې او خپلو شاهکاریو ته اشاره کوله او زما پام یې ځان ته را اړوو. په لاس کې کتاب ته یې اشاره وکړه او ويې ویل ” دغه لارښود مې خپل ولس لپاره لیکلی” او زیاته یې کړه ” دا مې خپلو کوچنيو بچیانو لپاره نقشه جوړه کړې چې خپل منزل ترې ورک نه شي.”  د ولس له اوسني حالت او کړاونو د باسلو لارې چارې او وړاندوینې مې په کښې راغوندې کړي. سپینږیری ډیر پوه او په زړه ولاړ زړور ښکاره کیده او د خبرو یې ما داسې انګیرنه وکړه چې دا لارښود له ډیرو ګټورو موضوع ګانو ډک دی نو ځکه مې غوښتل چې دغه کتاب ژر ترژره له سپینږیري واخلم او ویې لولم. بابا راته وایې بچیه دا کتاب مې راووړی ترڅو ته يې زما بچیانو او ولس ته ورسوي ځکه دا نقشه مې د خپل ولس لپاره جوړه کړې. زه چې خپل عادت نه مجبوره یم نو خپل پوه بابا ته د چاپ مشوره ورکوم خو بابا تاکید کوي چې زه یې په خپل لاس د ده بچیانو ته ورسوم. ما چې کله د کتاب نه سترګې پورته کړې او د بابا مخ ته مې وکتل د کین اړخ له سترګې یې یوه څاڅکې سپینه اوښکه لکه د کرستال په مخ پرته وه. زه د تعجب او فکر په حالت کې بابا سره خبرو ته دوام ورکوم خو زړه او ذهن کې مې پوښتنې را ولاړیږي؛ غواړم چې پوښتنه وکړم خو موقع نه مومم. سپینږیری بابا پوه شي چې په فکر کې ډوب یم. ” بچیه ما ته غوږ شه، زما خبرو ته پام وکړه، دا لارښود واخله او زما بچیانو ته يې ورکړه”

شیطان لعین ډول ډول وسوسې راته زړه ته کوزوي او ځان سره وایم چې دا بابا خو خپله دا کار کولای شي نو ولې له ما غواړي چې د ده لیکلی کتاب یې زه بچیانو ته ورسوم. او بیا راته داسې سوچ پیدا شي چې دی ژاړي او که سترګه یې کوم تکلیف لري. بس په سوچ کې ډوب یم، یوه پوښتنه او بله پوښتنه مې ذهن کې کښته پورته کیږي خو سپینږیری بابا موقع نه راکوي چې پوښتنه ترې وکړم. ناڅاپي مې له خوله ووتل بابا دا سترګه دې څه تکلیف لري چې اوښکه کوي او که تکلیف لري نو بچیان دې چيرې دي چې تداوي دې وکړي. سپینږیري بابا په ځواب کې راته وویل بچیه دا تکلیف یوازې زما بچیان تداوي کولی شي خو چې زما په دغه کتاب عمل وکړي. زه لکه تاسې لوستوونکي بیا حیران شوم چې دا کتاب یې صحي تحقیقي لارښود دی که کومه بله ټولنیزه، فلسفي، اقتصادي او که سیاسي لیکلنه کړې. بابا ورزیاته کړه بیچه زما بچیان له تعلیمه نفرت کوي، پرمختګ سره وران دي نو ځکه مې دا نقشه ترتیب کړې چې بچیان مې زدکړې وکړي او زما علاج وکړي. بیا یې په تعجب کې کړم چې دا څومره هوښیار سړی او بچیان یې په څه حال کې دي. په ذهن کې مې یوازې د بابا د سترګې اوښکه ګرځي او ځان سره وایم چې د سترګې تدواي یې له هرڅه (کښلې نقشې) اړینه بولم او باید دا بابا و هڅوم چې تداوی ته غاړه کیږدي. زه څه پوه یم چې بابا د خپل وجود اوبه او وینه د خپلو بچیانو لپاره تویوي. بابا ته وایم. بابا ته خو لیکوال، پوه او سپهسالار تیرشوی یې او په دغه خبره له ما ښه پوهیږې چې زدکړې وخت نیسي. په یوه شپه او یوه میاشت کې نه خلاصیږي نو انتظار څه له کوې ولاړ شه تکړه طبیبان شته چې ستا د سترګې تدواي وکړي خپلو زامنو ته به تر څو انتظار کوې.

بابا وخندل و بیا یې تاکید وکړ چې دغه کتاب يې بچیانو ته ورسوم او بچیانو ته یې ووایم چې ما یې پلار ولیده او له سترګې یې اوښکه بهیږي تاسې یې درمل جوړ کړی چې شفا پیداکړي. ځان سره وایم چې دا څومره شله بابا دی خو بیا مې فکر وکړ چې کیدای شي له زامنو خفه وي او زما په واسطه خپل زامن د خپل حال نه خبرول غواړي. د خبرو اترو په ترڅ کې ما ته وايي بچیه زه سپهسالاروم، زما نوم نشان له شماله ترجنوبه او له غربه تر شرقه د عادل، عالم او د ظالم د سترګو خار زمزمه کیده خو نن مې زامن د پردیو غلامان شول. اوس مې بچیان خپل حق نه شي غوښتلی خو ما په خپل وخت کې په نورو هیوادونو کې میشت مسلمانانو حق هم غوښتی. بچیه له تا یې نه پټوم ډیر مې زړه خفه دی. خپل زامنو بې عزته کړم. زما د مور دبدبه او شان او شوکت یې په سیند لاهو کړ او خپله مور یې و پلورله. زه هم خفه شوم او دسپینږیري بابا خبرې تحلیلوم خو هیڅ مطلوب پای ته نه رسیږم. بابا وایي بچیان مې له ولګې د نورو در ته ځې او خیرات غواړي، زه شرمیږم. کله چې زما دور وو ما حجرې درلودې، کاروانونه او مسافربه پکې اسوده ول. اوس مې بچیان درپه دردي. هغه کور چې ما په خپلو لاسوونو او د ولس په مټ جوړ کړ، هغه ړنګ دی. زه پادشاه وم عدالت و خپلواکي وه. ولس راسره و چې کله به زما کاروان تړل کیده او د هیوادونو په لور به مې یون کوو او چې تیریدلم داسې شور به جوړ و چې بابا راځي. اوس مې ولس وهل کیږي، کور یې ړنګیږي بچیان  مې ویده دي. بچیان مې له ولګې یوبل وژني. زه یې وینم خپل ورور وژني، خوروژنې، تره وژني، ترور وژني آن دا چې خپله موروژني. ځه ولاړشه په آمو ودریږه، په اباسین، په هیریرود او په کنړ سیند ودریږه ناره کړه او زما پیغام ورورسوه. ورته ووایه احمدشا دراني وایي زما د سینې اوبه یې، زما بچیان تګې نه کړې. آه زما خړه خاوره او زما د بچیانو ځمکې خروبې کړه، پام دې وي چې زما بچیان وګې نه کړې. اي سینده ځان مهار کړه دا وچې دښتې مې اوبه کړه. ساه واخله زما بچیانو ته رڼا شه.

ای سینده څپې شه زما بچیان سره یو کړه. ولاړ شه لختی شه، برق شه هغه وران شوی کور مې له سره اباد کړه. پچیانو ته مې سرپناه شه. زه خفه یم له زامنو او هم له تانه بیرته مې خوشحال کړه. ای د آمو، اباسین، هریرود او کنړ سینده غللې شه، چټک شه بیړه وکړه زما اعیال ته پرده شه. ستا ساه ستا څپه زما د ناراحت بچې راحت دی؛ اوس چې زما له بچو پوره نه شوه ته مې اطاعت ته تیار شه. لبیک به وایې زما بچیان د بل در ته بې نوا مه پریږده. ای سینده ته زما د بچو لپاره آب حیات شه.

د بابا پوهه او پیاوړی فکر ، د مخ رڼا او موسکا ته چې ځیر شم زړه مې روښانه او خوشحاله شي.

بابا ته مې وویل ستا د مخ رڼا او داسې نوراني بشر زما په زړه کې یو شان ته عجیبه سکون او ارامش راپیدکړی او په علت یې نه پوهیږم خو دا راته ووایه چې ته څنګه دومره نوراني او سپیڅلی ښکارې.

بابا موسکی شو او ویې ویل بچیه دا نور الهی لورینه ده او زما د رب سره د زړه له مینې او د هغه د حکم د پرځای کولو په نتیجه کې راته ډالی شوی ده.  دا مې د خپلو اعمالو پاداش دی چې الله ج مې اوس نازوي.

دا د هغه بې وزلو مسلمانانو د دعاوو برکت ده کوم چې ما د خپل ولس په مټو له ظلم خلاص کړل. زه له خدایه ډیر خوشحاله یم او شکر کوم الحمدالله مسلمان یم نو رب مې په مخ نور وروي. خو له بچیان مې خوابدی یم، زما په نقشه روان نه دي. هغه نقشه یې هیره کړې او یا یې ورکه کړې. ځکه مې دغه نقشه راواخیسته او دا سیندونه او غرونه مې په کښې کښلي چې هیر یې نه شي. دا زما او زما د بچیانو خاوره ده که ورانه وي زه زوریږم. ما د خپل رب هر حکم پرځای کړی او خدای ج یې پاداش راکړی. ما عدالت تامین کړ، د انصاف تله او توره مې پرځای کړه. ستا لپاره مې کلا جوړه کړه. ای بچیه ولاړ شه د کلا نړېدلی دیوال بیرته ورغوه. آه هغه ورور دې چې پردی شوی هغه راوله په خپله کلا کې ورته کور جوړ کړه.

په پاي کې یې د لونګی شمله زما په مخ کش کړه او ویې ویل بچیه ته زما ولي یې ورځه زما بچیان خبرکړه.

نوت: ما سترامپراطور احمدشا بابا دراني رحیم الله علیه په خوب لیدلی. خدای بخښلي داسې نوراني مخ درلود او لارښوونه یې خپلو بچیانو ته د یوالي او موټيتوب کوله. راځي چې دا خفه پلار بیرته خوشحاله کړو او په ټولو سیندونو بندونه جوړ کړو.خپلې ځمکې او خپله کلا لوی افغانستان اباد کړو. خدای دې توفیق راکړي امین.  

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply