د سعودي عربستان او پاکستان جنجال: څه پیښ شول؟

اسد هاشم ،الجزیره -ژباړه : سیدعبدالله نظامي

0 1,030

د  کشمیر په اړه د اسلامي هیوادونو د ټولنې د سرلاري سعودي عرب پر سوړ چلند د پاکستان نیوکې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې وګواښلې.

د پاکستان د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال قمر جاوېد بجوا د سعودي عرب دفاع وزارت مرستیال شهزاده خالد بن سلمان سره په ریاض کې وکتل.

پاکستان له سعودي عرب سره د خپلې اړیکې دا اونۍ له سره ورغولې. د دواړو هېوادونو ترمنځ دیپلوماتیک خپګان څه موده وړاندې د کشمیر په اړه رامنځ ته شو. پاکستان په سویلي اسیا کې د سعودي عرب تر ټولو پیاوړی ملاتړی دی.

څه موده وړاندې له ۵۷ اسلامي هېوادونو جوړه شوې د اسلامي هېوادونو سازمان په غونډه کې چې سعودي عرب یې مشري کوي پاکستان اسلامي هېوادونه پر نه عمل تورن کړل. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان لپاره دا  مهم  ټکی و. نوموړي دا ګواښ وکړ چې د دې ټولنې له مشورې پرته به  یو سیاله غونډه جوړه کړي.

(یو ځل بیا زه د دې هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په تمه یم.) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر ټلویزیون وویل. (که تاسې دا غونډه نه کوی نو زه به پر خپل لومړي وزیر غږ وکړم چې د هغو اسلامي هېوادونو غونډه راوبولي چې د کشمیر پر تړاو زموږ سره همغږي دي.)

پاکستان هڅه کوي چې نړیوال ملاتړ د نوي ډیلي د هغې پرېکړې پر وړاندې تر لاسه کړي چې د هندي کشمیر ځانګړی موقف یې تېر کال ترې واخیست.

دا غږ د سعودي عربستان د اسلامي هېوادونو مشرۍ ته یو ډول ګوت څڼدنه وه او د دې هېواد بهرنۍ تګلاره یې تر نیوکې لاندې راوستله.

په ځواب کې سعودي عربستان هغه یو میلیارد ډالره پور ودراوه چې په ۲۰۱۸ کال کې یې پاکستان ته د سخت اقتصادي وضعیت پر مهال ورکړی و او بهرنۍ مرستې ته یې اړتیا وه.

سعودي همداراز د تېلو د پیسو ځنډول شوی تړون هم نوی نکړ چې د دې پور یوه برخه وه. سږکال د اګست میاشتې پر اووه لسمه چې د پاکستان  زورواکی لوی درستیز جنرال بجوا سعودي عربستان ته د خبرو په موخه سفر وکړ، د پاکستان پوځ ویاند دا د دوو هېوادونو د پوځیانو ترمنځ یوه عامه ناسته وبلله.

څو ورځې وروسته بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د کشمير په اړه د اسلامي هېوادونو ټولنې دریځ وستایه. وروسته بیا د بهرنیو چارو وزیر قریشي خپلې مخکینۍ خبرې سمې کړې چې په اړیکو کې جنجال یې رامنځ ته کړی و.

(اسلامي هېوادونو ګڼ شمېر حل لارې د کشمیر په اړه ومنلې. هغوی په ډاګه او په کلکه د پاکستان له موقف سره په یوه لیکه دي. نن زه په ډاګه درته وایم، د کشمیر په اړه سعودي عربستان له پاکستان سره همغږی دی.)

نو په رښتیا څه وشول؟

(د معمول خلاف)

پاکستان او سعودي عربستان لرغونې نیژدې اړیکې لري. پاکستان د سعودي تېل او د اقتصادي ترنګلتیا پر مهال مالي مرستې هم تر لاسه کوي.

تېر کال د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې له ۱.۷ میلیارده ډالرو ډېرې وې. ۷۴ سلنه یې د پاکستان واردشوي تېل وو. د پاکستان د مرکزي بانک د مالوماتوله مخې پاکستان د خپلو تېلو څلورمه برخه له سعودي واردوي.

په سعودي کې څه باندې ۲.۵ میلیونه پاکستانیان ژوند کوي چې د هغوی لېږدول شوې پیسې د پاکستان د اقتصاد برخه ده. یوازې تېره میاشت پاکستانیانو څه باندې ۸۲۱ میلیون ډالر کورونو ته لېږلي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځې اړیکې هم شته چې د هغې له مخې پاکستان سعودي پوځ ته د غوښتنې پر مهال روزنه ورکوي. پاکستان په نړۍ کې د نفوس په برخه کې پنځم هېواد دی چې اکثریت یې سوني مسلمانان دي. په دې سره د سعودي اغیز په سیمه کې پیاوړی کوي.

 یوشمیر شنونکي وايي د دې اړیکو په ارزونې سره د محمود قریشي خبرې د پاکستان لپاره ډېرې بې ځایه وې.

مخکې هم د اسلامي هېوادونو سیالې غونډې تر سره شوي. تېر دسامبر میاشت، مالیزیا د ترکیې او پاکستان په ګډون د سعودی عربستان له خوښې پرته یوه غونډه وروبلله. په هغه غونډه کې عمران خان وروسته له هغې ځان ویوست چې سعودي عرب پر دغه غونډه نیوکه وکړه.

تېر کال سعودي ولیعهد پاکستان ته له سفر وروسته مخامخ  د پاکستان غلیم هند ته هم ولاړ چې پاکستان نیوکه پرې وکړه. په دې سفرونو کې سعودي د ۲۰ میلیاردو ډالرو پانګونه په پاکستان کې او سل میلیارده ډالرو دوه اړخیزه سوداګریز تړون له هند سره لاسلیک کړ.

په وروستیو کلنو کې سعودي په سیمه کې له ځینې هېوادونو لکه ایران، ترکیې او قطر سره اړیکې ترینګلې کړي. نو پاکستان به هم خپل لرغونی مالي ملاتړ کوونکی له لاسه ورکړي؟

په سنګاپور کې د محقق او خبریال جمېز دورسي په وینا، که داسې وشي پاکستان به ایران، ترکیې، مالیزیا، اندینوزیا سره ملګری شي. خو دا کار ډېر شونی نه برېښي ځکه پاکستان تېلو او مالي ملاتړ ته اړتیا لري. پاکستان په داسې اقتصادي وضعیت کې نه دی چې دا ومني.

ځکه نو قریشي خپلې خبرې بدلې کړې. عامه انګیرنه  دا ده  چې د پاکستان پوځ هغه ته ویلي وو چې داسې ووایه خو د ویلو طریقه یې سمه نه وه ورښودلې. وروسته د سعودي له غبرګون سره یې خبرې نرمې کړې. د پاکستان په خبرو کې بدلون مالوموي چې له سعودي پرته پاکستان بله لار نلري.

پاکستان ځان ته نور مالي ملاتړ کوونکي پیدا کړي چې په سخته ورځ یې وکاروي په ځانګړې توګه چین.

د پاکستان او چین ترمنځ د ۶۰ میلیارده اقتصادي دهلېز جوړ شوی . که څه هم دا امکانات به اوږد مهاله نه وي خو د چین مرستې د سعودي د مرستو تشه ډکولی شي.

ریاض او اسلام اباد  دواړه به د اړیکو ویجاړېدو ته خوښ نه وي خو سعودي په شګه کې پاکستان ته کرښه ایستلې ده.

 پر سعودي عربستان او د اسلامي هېوادونو پر سازمان د پاکستان نیوکه په هوا کې لړه شوه،د کشمیر ېې خدای مل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply