هرات: ښځینه ډاکټرانو د اعصابو يو پيچلی جراحي عملیات په بريا ترسره کړ

0 1,020

په هرات کې د لومړي ځل له پاره د ښځينه ډاکټرانو يوې پنځه کسیزې ډلې د اعصابو د جراحۍ يو پيچلی عملیات په بریا سره ترسره کړ. د هرات حوزوي روغتون وايي دغه کار وښوده چې ښځينه ډاکټرانې يې هم تر ټولو سخت عملیاتونه اجرا کولای شي.

    

Afghanistan | 5 Ärztinnen nach einer schwieriger Operation in einem Krankenhaus in Herat (Dr. Yosof Toryal Trini) 

د هرات ولایت د حوزوي روغتون رئيس، داکتر محمد ناصر حبيب، دویچه وله ته وويل چې دغه عملیات د پنځو ښځينه داکټرانو له خوا د شاوخوا درې ساعتونو کې ترسره شو. هغه وويل، دا د اعصابو د جراحۍ لومړنی سخت او پيچلی عملیات وو چې يوازې د هرات د ښځينه ډاکټرانو له خو تر سره شو.

فرشته حبيب، د دغو پنځو ښځینه ډاکټرانو څخه يوه ده. هغې دويچه وله ته وويل: «موږ تر دې مخکې هم د اعصابو دا ډول پيچلي عملیاتونه ډير کړي وو، خو هغه مو د خپلو نارينه همکارانو په مرسته ترسره کړي ول.» هغه زياتوي: «ښه خبره دا ده چې دغه عملیات يوازې زموږ د ښځينه داکټرانو د ټيم له خوا تر سره شو، چې د خلکو له خوا هم ډير د تشویق سبب واقع شو.»

د هرات د عامې روغتيا رياست ډاکټران وايي، چې د جراحۍ دغه عملیات د يو ۶۵ کلن سړي په مغزو کې وشو. دوی وايي ناروغ مغزې سکته کړې وه چې له کبله يې د بدن يوه خوا (ښۍ لاس او ښۍ پښه) فلج شوې وه.

د هرات د حوزوي روغتون رئيس چې په خپله هم عصبي جراح دی وويل: « د ناروغ شعور هم له مغزي سکتې سره خراب شوی وو، چې تر عملیات وروسته ورو ورو بيرته ښه شو او د بدن فلج شوې خوا يې هم پنځوس سلنه بيرته فعاله شوه.»

Deutschland Erlangen - Kaiserschnitt (picture-alliance/D. Karmann)د هرات د حوزوي روغتون چارواکي وايي چې دغه عملیات يې په ډيرو ابتدايي امکاناتو ترسره کړی – د آرشيف انځور

د ډاکټر ناصر حبيب په خبره، د اعصابو د جراحي عمليات، په طبابت کې تر ټولو پيچلی او سخت عمليات وي، له همدې کبله دغه څانګه لږ علاقمندان لري. هغه زياته کړه: «له دغه عمليات څخه يو هدف دا وو چې موږ د خپلو ښځينه ډاکټرانو مسلکي وړتياوې ښکاره کړو.»

هغه زياتوي چې اوس مهال د هرات ولایت په دوو روغتونو کې د عصبي ناروغانو درملنې او جراحي عملیاتونه ترسره کیږي خو لازم امکانات، په ځانګړې توګه د اعصابو د جراحۍ په برخه کې نه لري. هغه په دې اړه وايي: «زموږ امکانات ډير ابتدايي دي، خو بيا هم موږ په دغو کمو امکاناتو د اعصابو مختلف لوی لوی عملیاتونه ترسره کړي دي.»

د هرات د حوزوي روغتون رئيس وايي چې دغه ښځینه ډاکټرانې چې ياد عصبي عملیات يې ترسره کړی، د هرات د طب پوهنځي څخه فارغې شوي، چې تر فراغت وروسته د عصب د جراحۍ په برخه کې خصوصي زدکړې هم په هرات کې کړي دي. په وينا يې له دغو پنځو داکټرانو څخه دوې يې له دغې تخصصي دورې څخه فارغې شوي دي.

محمد کريم صالح

المان غږ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply