نوموړي دا څرګندونې نن په پارلماني چارو کې د دولت وزير د معرفۍ په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وکړې او زياته يې کړه چې حکومت د افغانستان د امنيت ټينګښت مسووليت لري او په دې برخه کې به هېڅ راز هڅې ونه سپموي. د امرالله صالح په خبره افغان حکومت له حقوقي پلوه ځکه د قطر هوکړې پر تطبيق مکلف نه دی چې د يادې هوکړې دواړه اړخونه مالوم او واضح دي. نوموړي که څه هم په دې تړاو د کوم شخص او هېواد نوم ياد نه کړ، خو ظاهراً داسې ښکارې چې د نوموړي دا خبرې د هغو وروستيو څرګندونو په غبرګون کې دي چې له مخې يې افغان حکومت هم د قطر هوکړې په تطبيق کې مسوول بلل شوی دی.
امريکا او وسله ‌والو طالبانو د روان کال فبرورۍ په وروستيو کې د افغان سولې په اړه دوه اړخيزه هوکړه لاسليک کړه چې له مخې به يې وسله ‌وال طالبان پر امريکايي ځواکونو بريدونه دروي او په مقابل کې به يې امريکايي ځواکونه پر يادې ډلې د  هوايي بريدونو بندولو ترڅنګ په څه دپاسه يو نيم کال کې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر صفرته رسوي.

سیحون خبری آژانس