طالبان ولې د پاکستان له اثره ځان نه شي باسلی

عبدالمنان توحیدیار

0 779

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی اسلام اباد ته د هغه هېواد په بلنه تللی دی، هسې هم دا بلنه د پاکستان د شخصي ګټو لپاره ده چې څنګه کیدلی شي طالبانو ته خپل پيغام مخامخ ورسوي.

د سولې پروسه اوس تر بل هر وخت مخامخ خبرو ته نږدې شوې، پاکستان هڅه کوي د طالبانو په واسطه باندې ځینې فرمایشونه پر افغان حکومت ومني.

د همدې لپاره د طالبانو پلاوی پاکستان ته دعوت شوی، څو هلته له استخباراتي ادارو سره د راتلونکو برنامو په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړي.

دې کې شک نشته چې پاکستان د افغانستان ازلي دښمن دی او له دښمن د خیر تمه کول، حماقت دی او طالبان یا احمق او یا ډير لویدلي دي.

په هر صورت، طالبان که د خیر تمه لري او یا د شر، خو دا ښکاره ده چې دا ډله د پاکستان په ولکه کې دی او په هیڅ صورت نه شي کولی د هغه هېواد له کنټرول ځان وباسي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې اعلامیه کې لیکلي چې قریشي طالبانو ته وریاده کړې چې که د پاکستان همکاري نه وی، له امریکا سره هوکړه کول ناممکن و.

دا خبره به ځکه پر ځای وي چې د طالبانو ټول پلاوی په دې تړاو چوپه خوله پاتې شوی دی، نو کله چې داسې موضوعات راځي بیا څنګه طالبان ویلی شي چې موږ خپلواک یو.

طالبان د دې لپاره چې د پاکستان د شرارت حق یې ادا کړی وی، له پاکستان مننه کړې چې د سولې پروسه کې یې همکاري کړې او که د پاکستان همکاري نه وی، دا پروسه مخ ته نه تلله.

له دې سفر څو هدفونه دي.

یو خو دا چې پاکستان غوښتل په نړیواله کچه خپل اغیز پر طالبانو وښيي، له همدې کبله د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي طالبانو ته مخامخ ویلي چې که د پاکستان همکاري نه وي، طالبان د سولې پروسه کې مخکې نه شي تللي.

بل هدف دا کیدلی شي چې پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او استخبارات غواړی، تفصیلي راتلونکي پلانونه باندې پوه شي.

طالبانو په ښکاره ویلي چې په دې سفر کې یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې جزیات د پاکستان استخباراتو ته ورکړی دي.

بل هدف د بین الافغاني مذاکراتو دی چې پاکستان غواړي ځینې موارد د طالبانو په واسطه افغان حکومت باندې ومني.

پاکستان چې کلونه طالبانو ته د افغانستان د بربادۍ لپاره امکانات ورکړي، اوس غواړي سوله کې ترې امتیازات هم وغواړي، طالبان به په دې کار ځکه مجبور وي چې د پاکستان غلامان دي.

خو افغانان له پاکستان هیڅ مجبوریت نه لري، یواځینی مجبوریت به یې دا وي چې طالبان یې وژني او دوی به د نه وژلو برخه کې ورسره یو جوړجاړی وکړی، خو دا جوړجاړی هیڅکه د پنجاب په ګټو نه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply