ولسمشر غني په ارګ کې د سولې مذاکره کوونکي پلاوي سره په کتنه کې ویلي، خوښ یم چې د حکومت د پرلپسې هڅو په پایله کې د سولې دغه حساس پړاوو ته رسېږو او تاسو د واحد او منسجم ټیم په توګه د افغانستان د خلکو او دولت په استازیتوب له طالبانو ډلې سره د سولې مذاکرات پیلوئ.

ارګ وایي، غني هغوی ته ډاډ ورکړ چې د ملي ټیم په توګه د افغان دولت او خلکو ټینګ ملاتړ له ځانه سره لرئ او ستاسو په تنوع، وحدت او همغږۍ کې افغانان خپل قوت ویني، ځکه جمهوریت او تنوع زموږ د ځواک نقطې دي. هغه زیاته کړه، زموږ ملي وثیقې چې اساسي قانون دی، زموږ ټولو لپاره حدود مشخص کړي دي.

ولسمشر څرګنده کړه، د ملي، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په وجود کې زموږ مطلوبه موخه پرمختللی، ازاد، متحد، خپلواک او سوله ییز افغانستان دی. هغه زیاته کړه، زموږ د پلاوي اساسي موخه په اساسي توګه د تاوتریخوالي پایته رسول دي، ځکه خلک تلپاتې سوله او د نوې ټولنې د ارزښتونو ساتنه غواړي.

محمداشرف غني په ټینګار وویل، دولت د سولې پروسه کې خپلې ټولې هغه ژمنتیاوې چې نړیوالې ټولنې یې هیله لرله، عملي کړي. د طالب زندانیانو ازادول سولې ته د دولت د ژمنتیا څرګند ثبوت دی.

دغه راز د سولې مذاکره کوونکي پلاوي مشر محمدمعصوم ستانکزي خپل مهم مسوولیت ته په اشارې ویلي، سوله د افغانستان د خلکو لویه هیله او غوښتنه ده او د سولې مشورتي لویې جرګې د ملي ګټو او ازادې ټولنې پر بنسټ د دې لپاره حدود ټاکلي. هغه زیاته کړه، زموږ د متحد ټیم هڅه به د خلکو دغسې اساسي هیلې ته چې تلپاتې سوله ده، رسېدل وي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم په دې غونډه کې د سولې مذاکره کوونکي پلاوي ته په خطاب کې ویلي، تاسو د افغانستان د دولت او خلکو ټینګ ملاتړ څخه برخمن یاست او د مذاکراتو په جریان کې به د ملي واکمنۍ، ملي ارزښتونو او ملي ګټو  د ساتنې، د جمهوریت، د ښځو د حقونو، بیان ازادۍ او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټینګ ملاتړ لپاره د قربانیانو د کورنیو په ګډون د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب کوئ.

د ښاغلي عبدالله په وینا، ستاسو ترکیب د افغانستان تنوع تمثیلوي. واحد ټیم او واحد غږ زموږ د عظیم ملت استازیتوب کوي. د افغانستان دولت د سولې پروسه کې خپل ټینګ عزم ښودلی، ځکه د طالب بندیانو ازادول اسانه تصمیم نه و او سولې ته د رسېدو لپاره تاسو د افغانستان د خلکو د هیلو استازیتوب کوئ.