د عاشورا ورځو د امنیت لپاره بریالی پلان

عبدالمنان توحیدیار

0 649

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عاشورا ورځو د مراسمو لپاره یو پلان ترتیب کړی و چې په تیرو څو ورځو کې پرې سرتیرو او منسوبینو شپه او ورځ ويښه تیره کړه او دا پلان یې بریالی کړ.

د عاشورا مراسمو ځانګړي دښمنان حقاني شبکه او داعش وسله وال دي چې تیرو کلونو کې یې د دوی مراسم په نښه کړي او لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د دې ورځې  مراسمو د امنیت لپاره زیات شمېر امنیتي او کشفي ارګانونو موظف شوي و چې هر یو یې په خپله برخه کې بریالی کار کړی دی.

داسې نه وه چې ګنې دښمن سږ کال نه غوښتل دا مراسم ګډوډ کړي، دښمن خپله پوره هڅه وکړه چې بریدونه وکړي، خو کشفي او استخباراتي ادارو دا کسان له وسلو او مهماتو سره ونیول او اوس تر پوښتنې لاندې دي.

افغان ځواکونه اوس تر بل هر وخت بیداره د او د دښمن په حرکاتو پوه دي، خو دا چې ځینو مواردو کې د خلکو همکاري نه وي، دښمن ځینو بریدونو باندې بریالي کیږي.

خلک په رښتنې توګه په عموم کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري وي، هیڅ پلان د دښمن نه شي بریالی کیدلی او په دې وطن کې به شرمیدلي زندان کې پراته وي.

د عاشورا ورځې مراسمو کې د شیعه وګړو د امنیت برخه کې له افغان ځواکونو سره همکاري وکړه او دا همکاري د دې لامل شوه چې هیڅ ډول برید بریالی نه شي.

یواځې کابل نه و چې خلکو همکاري وکړه او افغان ځواکونو د دې مراسمو لپاره جوړ شوی پلان بریالی کړ، بلکې نور ولایتونه هم و چې هیڅ ډول پېښه رامنځ ته نه شوه او مخکې له مراسمو پکې ورانکاري کسان له وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي.

که دښمن له پولیس څو قدمه وړاندې دي، خو اوس پولیس او امنیت د دښمن په شا پسې دی او هر کله دا امکان شته چې په ۹۰مه دقیقه کې یې ونیسي، لکه څنګه یې چې نیولي دي.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خلکو له منځه د خلکو د امنیت او خاورې ساتنې لپاره راپورته شوي دي.

که ووایو چې د هرې کورنې یو غړی په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې شته، دا به مبالغه نه وي، که د هرې کورنۍ غړی پکې نه وی، لږ ترلږه خپلوان او رشته دار خو یې پکې شته.

نو پکار ده چې د خپلو ځواکونو ملاتړ وشي، که چیرې خلک په رښتنی ډول ملاتړ ته دوام ورکړي، هیڅ امکان نه لري چې دښمن دې په کوم برید کې بریالی شي.

نوره نړۍ کې چې امنیت برابر دی، د خلکو په همکارۍ برابر دی، هر وګړی د خپل وطن لپاره جاسوس دی او په ډیر افتخار سره دا مسوولیت ادا کوي.

که د خلکو همکاري وي، تاسو باور وکړئ، چې د هېواد وضعیت به ۱۸۰ درجې بدل او ښه به شي، خلک به ارام ژوند ولري او د ځواکونو د قربانۍ ګراف به مو راټیټ شي.

تاسو به مالومات ګورئ او اورئ چې د جګړې تر ټولو زیات قرباني ولس ورکوي، نو ولس ته پکار ده چې د خپلو قربانیو مخه ونیسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply