افغاني ټولنه له کلونو راهسي له کړاونو او ستونزو څخه ډکې شپې تېروي، علتونه ډېردي، خو په مجموعي توګه ویلی شو، چې د اوسنيو نږدې څلورو، پېنځه لسیزو د پردۍ جګړې له وجې زموږ د ټولنې روح دومره ناولی شوی او له فساده ډک دی، چې د ورور مرګ کې جنت، د وطن ورانولو کې ازادي، د مکتب سوزولو کې د کفر له منځه وړل، د علم او فرهنګ ډېوو بربادولو کې د روڼ سهار خوبونه وینو.
موږ د حالاتو د جبر او د خپلې ناپوهۍ له وجې دومره پردي شوی او له عقدې ډک شوی یو، چې خپل ورور دوښمن، خو؛دوښمنان دوستان او وروڼه بولو.
اوس موږ لره څه په کار دي، چې د لسیزو ناورین ته د پای ټکی کیږدو، او د یوې سوکاله او پرامنه ټولنې او پرمختګ څخه برخمن شو؟
ځواب روښان دی، موږ لره د ټولنې د روح د پاک کولو لپاره دومدار کار(سولې) او ریاضت ته اړتیا ده،تر هغې چې په خپل ورور دا ومنو، چې زړګیه؛ زموږ دوښمنان نه؛ بلکې د یوې ادې زامن او وروڼه یو ،دا جګړه ناولي او د پردیو د شومو افکارو زیږنده ده، مور (وطن) پر موږ د ابادۍ او سمسورتیا حق لري، تر څو به یې د پردیو په لمسون ژړوو او ورانوو، او نور به څومره د ګلونو وروڼو جنازو ته اوږې ورکوو، هدېرې خو مو نوره تر کلیو او بانډو راورسیدې.
تاسې پوهیږئ، چې نوره نړۍ هر دقیقه د یوه پرمختللي تحول په حالت کې ده، او موږ هره قیقه د ورور ټټر ته ګوته په ماشه ناست یو!!!
نو اوس ورورسته له ښه ډېرو کلونو د سولې څرک او یو فرصت لاس ته راغلی دی، موږ باید له دغه چانس څخه ګټه واخلو، او نوره د پردیو ککریو کې د جوړ شویو وحشتونو ته د پای ټکی کیږدو او خپل ورور غیږ کې ونیسو او د خپلې ټولنې روح له دې ناولي فساده (پردۍ جګړې) څخه پاک او ستره کړو، او د خپل ورر سره یو ځای د وطن سولې او ابادۍ ته مټې راونغاړو ، کاروکړو، او د خپلې زحمکتشۍ له برکته افغان وطن او ګران ورورک سیال او بریال کړو .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320