نړیوال بانک له افغانستان سره سل ميليونه ډالر بلاعضوه مرسته کوي

0 909

نړیوال بانک د افغانستان مالي سکټور ثبات او د کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو ملاتړ په هدف له افغانستان سره د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په اندازه مرسته اعلان کړې ده.
دې بانک نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې یاده وړیا او بلاعضوه مرسته د نړیوال بانک مدیره پلاوي له خوا تصویب شوې ده. د نړیوال بانک په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاده وړیا مالي مرسته د نړیوالې پراختیايي ادارې له لوري بې‌وزله هېوادونو ته د چمتو شوې مرستې يوه برخه ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې دا پیسې به د افغانستان مالي سیستم پیاوړتیا پروژې له لارې د افغانستان بانک ظرفیت لوړونې او مقراراتو په تطبیق کې، د یاد بانک د څارونکو رول پیاوړي کولو او نورو اسانتیا برابرولو برخه کې ولګول شي. په ورته مهال په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس هینري کرالي هم په دې اړه رسنيو ته ويلي چې دا مرسته به د مالي سکټور د ثبات او ساتنې لپاره د افغانستان بانک ظرفیت لوړ او دغه راز به له مالي بنسټونو او بانکونو د ملاتړ په مانا وي.
نړیوال بانک تر دې وړاندې هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د وړیا او يا هم بلاعضوه مرستې کړي چې د چارواکو په خبره خورا مؤثرې ثابتې شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply