پاکستان ته د عبدالله د سفر تر شا پټه سناریو

ع. زرغون

1 1,036

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ د پاکستان د صدراعظم په رسمي بلنه دغه هیواد ته په درې ورځیني سفر اسلام اباد ته لاړ.

هماغسي چې د دیپلوماتیک دود یا عرف خلاف ښاغلي عبدالله ته د پاکستان لومړی درجه چارواکي یعني صدرعظم بلنه ورکړه، هرکلی یې هم د یوه ولسمشر په کچه وشو.

په اسلام اباد کې په سره غالۍ د عبدالله هرکلی وشو او د یوه ولسمشر په شان یې یادګار نیالګی کېښود. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ورسره په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ او قریشي په دې غونډه کې د شمال ټلوالې وژل شوی قوماندان احمدشاه مسعود د افغانستان ملي اتل وباله.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه د عبدالله د استوګنې ځای ته ورغی چې له ده سره دوه په دوه خبرې وکړي.

همداراز ښاغلي عبدالله د پاکستان له صدراعظم سره وکتل.

عبدالله ته تر دې وړاندې هم په تېرو کلونو کې پاکستاني چارواکو د اسلام اباد د سفر بلنې ورکړې وې خو ښايي د نوموړي په نظر پاکستان ته تګ په دې نه ارزېده چې د هند خوا بده کړي.

دا ځل ولې عبدالله پاکستان ته لاړ؟

د پاکستان صدراعظم عمران خان د سږ کال د اپریل په ۵ په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.

عمران خان وویل چې کابل ته د ده دوستانه مشوره دا ده چې که غواړي چې د ولسمشرۍ انتخابات یې د سولې له پروسې سره هممهاله وي نو باید موقت حکومت جوړ کړي.

«د افغانستان خلکو! زما خبرې واورئ، په غور یې واورئ. په یاد وساتئ چې موږ تاسې خپل وروڼه ګڼو. زه لاسونه پورته کوم او الله ته دعا کوم چې د افغانستان خلکو ته امن راولي.»

تر دې وړاندې هم عمران خان په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې وه چې د افغانستان له شدید غبرګون سره مخامخ شوه.

هغه مهال د عمران خان د څرګندونو په اعتراض کې افغانستان خپل سفیر د مشورې لپاره کابل ته راوباله. خو کله چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو وویل چې د عمران خان خبرې تحریف شوي، افغانستان خپل سفیر بېرته پاکستان ته ولېږه.

د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان او د پاکستان د پیپلز ګوند مرستیال مشر بلاول بوټو زرداري د عمران خان پر څرګندونو سختې نیوکې وکړې او هغه یې نامناسبې وبللې.

د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له جنجالونو هم څرګندېده چې د کاسې لاندې نیم کاسه شته. په دې ډول پر ولسمشر غني فشار راستل شو چې عبدالله د ملي مصالحې د عالي شورا د رييس په توګه ومني او داسې مرکچي پلاوی وګوماري چې د غني د حکومت بشپړ استازیتوب نه کوي.

طالبانو هم له دې سره موازي ټینګار کاوه چې د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي، بلکې په بین الافغاني خبرو کې ګډون کوي چې نورې خواوې هم پکې برخه ولري.

د طالبانو دا اصرار هم غالباً د پاکستان او امریکا له جوړې شوې طرحې سره همږغۍ لرله.

که څه هم په ظاهره په قطر کې خبرې اوس له خنډ او خڼډ سره مخامخ دي خو احتمالاً د عبدالله د اسلام اباد له سفر سره به طالبانو ته شنه اشاره ورکړل شي چې خنډ پای ته ورسوي، وړاندې لاړ شي او د موقت حکومت د جوړېدو لپاره د عمران خان طرحه عملي کړي.

اصلي طرحه څه ده؟

پاکستان اشرف غني د افغانستان د مشر په توګه نه شي زغملی. ځینو پخوانیو پاکستاني جنرالانو په ښکاره ویلي چې غني باید له صحنې ووځي او موقت حکومت جوړ شي.

زلمی خلیلزاد، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د مسلې حل کولو ته ګومارلی، غواړي چې په هر صورت دا مسله حل کړي او له بلې خوا له ولسمشر غني سره یې اړیکې له ډېره وخته په زړه پورې نه دي. ښايي په هغه خبره کې چې عمران خان د اپریل په پنځمه وکړه د خلیلزاد موافقه شامله وي.

ولې پاکستان تر غني او طالبانو باید عبدالله غوره وبولي؟  

پاکستان پوهیږي چې دا ځل طالبان په یوازې سر حکومت نه شي کولی او باید نورې قومي ډلې هم په واک کې شریکې کړي. له یوې خوا پاکستان د افغانستان په نورو قومي ډلو کې نفوذ نه لري او له بلې خوا پاکستان د طالبانو د یولاسي او قوي حکومت غوښتونکی نه دی.

په وروستیو کې څو پاکستاني چارواکو دا خبره په زغرده وکړه چې د طالبانو د بشپړ واک ملاتړ نه کوي.

پاکستان په افغانستان کې کمزوری او وېشلی حکومت د ځان په ګټه ګڼي او په اسانه خپلې غوښتنې پرې منلی شي.

په همدې حال کې که د عبدالله عبدالله په مشرۍ له طالبانو سره د شمال ټلوالې ګډ حکومت جوړ شي، د اوسني حکومت او امنیتي ادارو پښتانه چارواکي به ګوښه شي او ځای به یې طالبان ونیسي. په داسې صورت کې به عام پښتانه د نولس سوه نوي یمې لسیزې په شان په اتومات ډول د طالبانو پلویان شي ځکه چې بله چاره به ورته پاتې نه وي. په دوه زره لومړي کال کې د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته هم دې ته ورته سناریو تکرار شوه. پښتانه مجبوره شول چې د شمال ټلوالې په وړاندې د حامد کرزي ملاتړ وکړي.

پاکستان پوهېږي چې په هغه حکومت کې چې یو اړخ یې د شمال ټلواله وي او بل یې طالبان، پښتانه ملتپال به، هغه کسان چې پاکستان یې د خپلو ملي ګټو خلاف ګڼي، ځای نه لري.

ښايي هند همدا اټکل کړی وي چې د شمال ټلوالې له پخوانیو غړیو سره یې تماسونه پیل کړي دي.

روانه اوونۍ د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر له عبدالرشید دوستم سره ولیدل او دا کتنه یې د افغانستان له غیرپښتنو کلیدي مشرانو سره د هند د تماسونو پیل وباله.

هند فکر کوي چې د طالبانتو له راتګ سره پښتانه د پاکستان غېږ ته لوېږي او هند د غیرپښتنو په وسیله په افغانستان کې خپل نفوذ ساتلی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

1 Comment
  1. واحد هیله من says

    دپورتني مضمون دلیکوال ددې خبرې سره توافق لرم چی وايي :
    پاکستان په افغانستان کې کمزوری او وېشلی حکومت د ځان په ګټه ګڼي او په اسانه خپلې غوښتنې پرې منلی شي.
    خودا خبره داشرف غني لپاره چوپړ او له ښکاره حقیقتونو سترګې پټؤل ښکاري چی وایي
    پاکستان اشرف غني د افغانستان د مشر په توګه نه شي زغملی. ځینو پخوانیو پاکستاني جنرالانو په ښکاره ویلي چې غني باید له صحنې ووځي او
    موقت حکومت جوړ شي.

    ځکه چی اشرف غني پاکیستان ته دومره ګټه رسولې چی دپاکیستان له جوړیدو وروسته بل افغان دولتي مشر نده رسولې .
    داشرف غني په ولسمشرئ کی دډیورنډ په کرښه معامله وشوه او یوې خیالي اوجعلي کرښې ته عملي شکل ورکړای شو اوپه رسمیت وپيژندل شوه . دا داشرف غني ترټولو لوی اوڅرګند ملي خیانت دی . اشرف ني دپاکیستان لپاره وطنپرست افغانان ترور کړل اوهغه څوک یی پرینښودل چی دډیورنډ په مخالفت راپورته شي . اشرف غني دپاکیستان لپاره هغه طالب ډله هم وځپله چی دپاکیستان خلاف وه . پاکیستان داشرف غني په واک کی تر خیالي ډیورنډ کرښې هم څوکیلومتره د افغان ترکنترول لاندی خاوره باندی چؤڼئ ، دروازې ، کندې او داوسپنې جال تیر کړ. هرځل چی کوم وطنپرست صاحب منصب دناپاکوپنجابیو پرخلاف پورته شوی یا لمنځه تللی اویا له کاره ګوښه شوی . داشرف غني په وخت کی ناپاکو پنجابي فوځيانو په زرګونو راکټونه په کونړویشتلي او ځایي خلک یی وژلي اوزیانمن کړي خو داشرف غني اردو یو راکټ هم په ځواب کی نه دی ورویشتلی . داشرف غني په ټوله دوره کی په ده حمله ونه شوه ، په عبدالله عبدالله هم ونه شوه خوپه اردو ډيرې وشوې اوپه سوونو عسکر ترهګرو ووژل . دا سی کار دپاکیستان لپاره یو باوجدانه او وطنپرست افغان نه کوي خو اشرف غني ورته وکړل نو څنګه کیدای شي چی پاکیستان دې داشرف غنيدواک خلاف وي ؟؟؟؟؟؟؟

Leave A Reply