د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی، د امریکا سنا جرګې ته تر وضاحت ورکولو وروسته قطر ته رسېدلی دی.

خلیلزاد په خپلو تازه ټویټونو کې ویلي هڅه کوي د بین الافغاني خبرو ملاتړ ډېر کړي او تر څنګ یې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان پر اقتصادي او پرمختیايي مسایلو هم خبرې وکړي.

 نوموړي ویلي دوحې ته ځي او هڅه کوي بین الافغاني خبرې ژر پایلې ته ورسېږي.

 د خلیلزاد په وینا نړیواله ټولنه او افغانان بین الافغاني مذاکرات له نږدې څاري او ټول دا تمه لري چې په هېواد کې روانه جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې ختمه شي، تاوتریخوالی کم شي او دایمي اوربند وشي. خلیلزاد داسې مهال دوحې ته ځي چې د بین الافغاني خبرو له پیله تر دې دمه دواړه لوري د مذاکراتو پر تګلاره هوکړې ته نه دي رسېدلي.