اورکم لپاره د امریکا تازه ترسره کېدونکي اقدامات

0 564

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکي وايي، د سولې له روانو خبرو سره جګړه منطق نه لري او دوی داسې هڅې پيل کړي چې پر بنسټ يې په افغانستان کې د جګړې کچه را ټټېدلی شي.
دا څرګندونې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکات میلر شمالي ولايتونو ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې کړي او ټينګار يې کړی چې طالبان سولې ته د اخلاص لپاره بايد د جګړې شدت کم کړي. سکات میلر وايي: “ موږ هڅه کوو ډاډ ترلاسه کړو چې په ترسره کېدونکو اقداماتو سره سیمه کې تاوتریخوالی کمیږي. د دوحې خبرې اترې دوامدارې سولې لپاره یو ښه فرصت دی.”
د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره د امریکا ترسره کېدونکو اقداماتو په اړه جزييات نه دي په ډاګه کړي؛ خو دايې ويلي چې د جګړې د شدت کچه باید ټيټه شي.
سکات میلر تر دې وړاندې هم ويلي وو چې پر طالبانو د نړيوالو فشارونو پر مټ کولی شي د جګړې شدت کم کړي.  سکات میلر سره په دغه سفرکې د افغانستان لوی درستیز او د دفاع وزارت چارواکي هم مل وو. د دفاع وزارت سرپرست وزير اسدالله خالد تر دې وړاندې ځلونه ټينګار کړی چې خپل هېواد په خپل ځواک خوندي کولی شي او د نړيوالو ته په دې برخه کې اړتيا نه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply