د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي، د وسلهوالو طالبانو له لوري په افغانستان کې روان تاوتريخوالی او د ياد تاوتريخوالي لوړه کچه هغه څه دي چې په بينالافغاني مذاکراتو کې د پرمختګونو پر وړاندې خنډ او دغه راز د دواړو لوريو ترمنځ د بې باورۍ سبب شوي دي.
نوموړي دا څرکندونې پرون يکشنبه تاجکستان ته د خپل سفر پرمهال خبريالانو ته کړي او ويلي يې دي چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي لوړ شوی ګراف د اندېښنې وړ دی.
خليلزاد ټينګار کړی چې د بينالافغاني مذاکراتو دواړه لوري دې د يوې داسې نقشې پر جوړلو کار وکړي چې په پايله کې يې په افغانستان کې د وينې تويېدنه بنده شي. له دې وړاندې افغان چارواکو هم په وار وار د تاوتريخوالي پر زياتوالي اندېښنه ښودلې او هڅه يې کړې چې له ډيپلوماټيکو لارو پر وسلهوالو طالبانو د فشار په راوړلو سره تاوتريخوالی کم کړي.
د يادو هڅو په ترڅ کې د ملي پخلاينې عالي شورا رئيس تېر ته اوونۍ اسلاماباد ته د خپل سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره ولېدل او ترې ويې غوښتل چې په قطر کې د روانو مذاکراتو په چټک کولو او دغه راز د تاوتريخوالي کمولو په اړه پر طالبانو فشار زيات کړي.
له دې سره ولسمشر غني هم نن دوشنبه کوېټ ته روان شو او ټاکل شوې له هغه ځايه به رسا قطر ته لاړ شي، څو د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان سولې پروسې په پرمختګونو خبرې وکړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320