د شینوارو غمیزه او تر شا یې اهدف

 سید عبدالله پاچا

0 829

د شنبې په ورځ غرمه مهال د افغانستان او افغانانو دښمنانو د ننګرهار شینوارو ولسوالۍ بازار کې موټر بم چاودنه وکړه، ځانمرګی او پلان کوونکی په دې ښه پوهیده چې د سړک پر سر بازار کې برید افغان ځواکونو او د ولسوالۍ چارواکو ته زیان نه شي اړولی، بلکې ملکي وګړي به یې قربانیان وي، خو له دې سره یې بیا هم برید وکړ.

د افغانانو دښمنان مالوم دي چې له تیرو ۱۹ کلونو راهیسې د افغانانو وینه تویوي.

پخوا به طالبانو په دې نوم جګړه کوله چې بهرنیانو افغانستان اشغال کړی او هر ځای به یې چې ځانمرګی او موټر بم برید وکړ، بیا به یې دعوه کوله چې په دې برید کې یې بهرنیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

اوس چې طالبانو بهرنیو ځواکونو باندې د بریدونو د بندیدو فتوا ورکړې د هغوی هر ډول وژنه یې ناروا عمل بللی، پر افغانانو باندې یې بریدونه دوام لري.

خو په دومره توپير چې پخوا به طالبانو د هر ډول موټر بم او ځانمرګي برید مسوولیت منلو، خو اوس د هر برید مسوولیت نه مني او کله کله یې د فشار په توګه مسوولیت مني.

د دې ډول بریدونو تر شا لوی هدف څه کیدلی شي.

یو دا چې طالبان خپلمنځي اختلافات لري، د سیاسي ډلې مشرانو د تاوتریخوالي د کمیدو هوکړه له امریکا سره کړې، خو جنګي قومندانانو چې وسلو کې یې مرمۍ پرتې دي او له بارودو یې موټر او واسکټونه ډک کړی، هیڅکله نه غواړي چې دا همداسې پرته له چاودنې پاتې شي.

له دې ډله طالبانو سره د پاکستان د استخباراتو مستقیم لاس دی او د هغوی په دستور باندې بریدونه کوي، خپلو مشرانو خولو ته نه ګوري.

په دې سره د طالبانو سیاسي ډله ځکه د دې بریدونو مسوولیت نه اخلي چې بیا پرې امریکا غوصه کیږي، ځکه دوی د تاوتریخوالي د کمیدو هوکړه کړې او هوکړه یې دا ده چې ښارونو کې بریدونه نه کوي.

له بلې خوا طالبان د سولې خبرو کې هم سخت اختلافات لري او ځینو مواردو باندې راضي نه دي چې له افغان پلاوي سره یې ومني.

طالبان د سولې خبرې ځنډوي او د دې ځنډ لامل افغان لوری بولي، خو طالبان هڅه کوي چې خپلمنځي اختلافات او اختلافي موارد پټ وساتي.

طالبان په دې ډول بریدونو سره هڅه کوي چې پر افغان حکومت فشار راشي چې د سولې هر ډول فرمایشونه ومني او د طالبانو هغه غوښتني چې د پردیو استخباراتو دي، پر افغان لوري ومني.

دې کې شک نشته چې تر هر برید وروسته د خلکو غوښتنه او غږ د سولې دی، خو دا دې په یاد وي چې سوله یو قیمت لري او هیڅکله به ارزښتونه او ملي ګټې د سولې قرباني نه شي.

سوله د جګړې د پای لپاره کیږي، سوله د ارزښتونو او ملي ګټو د ساتنې لپاره کیږي، خو هغه سوله چې ارزښتونه او ګټې پکې له منځه ځي، تر هغې جګړه ښه ده.

افغان لوری پوره هڅه کوي چې د طالبانو هیڅ فشار ته تسلیم نه شي او د سولې خبرې داسې پر مخ یوسي چې د افغانانو غوښتنې پکې حیف نه شي.

طالبان د تاوتریخوالي لپاره راپورته شوي او دا پروژه هیڅکله پر سوله باور نه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply