د ولس هوساینه د نظام لومړیتوب

لیکنه: حشمت ناصري

0 858

د تېرو څلورو لسیزو سیاسي تحولاتو او کورنیو جګړو ته په کتو، افغانستان له بده مرغه هرڅه له لاسه ورکړل. زموږ ټولنیز، اقتصادي، نظامي او سیاسي بنسټونه په بې ساري توګه زیانمن او ډېری یې له منځه ولاړل. له دې سره د نهیلۍ او بې وزلۍ لمنه ان تر کلیو او بانډو وغزېده او هېوادالو په یوه تته او نامعلومه فضا کې خپل ژوند ته دوام ورکړ.

سربېره پر دې چې افغانان په داسې شرایطو کې له راز راز اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره لاس او ګریوان ول، افغانستان د یو محروم او وروسته پاتې هېواد په توګه خپل عزت، وقار او حیثیت په نړیواله کچه له لاسه ورکړی وو.

هېچا دا فکر هم نه کاوه چې موږ به یو وخت د یو با ثباته او متقدر نظام خاوندان شو؛ د داسې یو نظام چې په هغه کې افغانان د یوه واحد بیرغ تر سیوري لاندې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي او د هېواد په جوړونه کې برخه واخلي.

هېڅکله به مو دا فکر نه کاوه چې یوه ورځ به د افغانستان نوم د نړۍ د هېوادونو په کتار کې د یوه مهم هېواد په توګه واخیستل شي او زموږ درې رنګه ملي بېرغ په نړیواله کچه ورپول شي.

هېڅکله به مو دا فکر نه کاوه چې یوه ورځ به افغانستان په سمیه ییزه او نړیواله کچه قوي دیپلوماسي غوره او د نړۍ د هېوادونو کوربه توب وکړي او تللی حیثیت او وقار بېرته ترلاسه کړي.

هېڅکله به مو دا فکر نه کاوه چې موږ به د خپل وطن د ابادۍ او ښېرازۍ لپاره طرحې او پروګرامونه جوړ او د هغه په تطبیق کې د نړیوالې ټولنې پام دې ځپل شوي هېواد ته واړوو.

هېڅکله به مو دا فکر نه کاوه چې یوه ورځ به افغانستان له یو مصرفي هېواد څخه په تولیدي او صادراتي هېواد بدل شي.

او هيڅکله به مو دا فکر نه کاوه چې یوه ورځ به افغانستان…

دا چې موږ ملي اردو او پولیس ولرو، طرحې او پروګرامونه ولرو، د خلکو د رایو پر اساس نظام جوړ کړو، نارینه او ښځینه په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي برخه کې رغنده رول ولري، د بیان ازادي ولرو، او… دا ټول د یو خوب او خیال په توګه ښکاره کېدل.

نن له نېکه مرغه، د افغانانو په همت او نړیوالې ټولنې په مرسته دا خوب او خیال په حقیقت بدل شو. موږ نن د خلکو په رایه او له نړیوالو معیارونو سره سم نظام لرو، اردو او پولیس لرو، د بیان ازادي لرو، په نظام کې د ښځو او نارینه ؤ مشارکت لرو، له سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو سره اقتصادي اړیکې لرو، د سیمې او نړۍ هېوادونو کلک ملاتړ لرو او په اقتصادي او پراختیایي برخه کې ځانګړي او اوږدمهاله طرحې او پروګرامونه لرو.

په تېرو دوو لسیزو کې حکومت تل دا هڅه کړې چې د ولس د هوساینې او د هېواد د ابادۍ او اقتصادي ودې لپاره بې شمېره انکشافي او ټولګټې پروژې د تمویلوونکو بسنټونو په مرسته تطبیق کړي چې له امله یې زرګونه هېوادوالو ته کاري فرصتونه پیدا شوي او د دوی پر اقتصادي او ټولنیز ژوند مثبتې اغیزې پریښې دي.

له دغو زرګونه پروژو څخه ۱۱۰۰ ساختماني پروژې یوازې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له لوري د هېواد به ۳۴ ولایتونو کې تر تطبیق لاندې دي. په دغو پروژو کې ښوونځي، پوهنتونونه، مسجدونه، روغتونونه، عامه تاسیسات او د ولسوالیو او ولایتونو په کچه د دولتي ادارو ودانۍ شامل دي چې په بشپړېدو سره به یې سیمه ییزه حکومتوالۍ پیاوړې او عامه خدماتو ته د خلکو لاسرسۍ اسانه شي.

د پراختیايي پروژو د تطبیق سر بېره، په دې وروستیو کې حکومت ملي او لویو پروژو ته ځانګړې پاملرنه کړې چې د دغو پروژو په تطبیق سره به افغانستان د ځان بساینې په لور اوچت ګامونه پورته کړي او د هېواد اقتصاد به په بې ساري توګه وده وکړي.

اقتصادي ځان بساینه، زما، ستا او زموږ د ماشومانو ښه راتلونکی تضمینوي او د یو اباد، سوکاله او سرلوړي افغانستان لپاره لاره پرانیزي.

سربېره پر دې چې لا تراوسه هم په نظام کې ستونزې او ننګونې شته خو د دې سره افغانستان اوس د یو مطرح هېواد په توګه د نړۍ پام ځان ته اړولی او نړیواله ټولنه په دې باوري شوې چې په افغانستان کې یو باثباته او متقدر نظام نه یوازې د سیمې او نړۍ هېوادونو په ګټه ده بلکې د دوی د تل پاتې هوساینې لامل کیدای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply