د دولتي ځمکو ثبت؛ د حکومت د ملي برنامو او ټول‌ګټو پروژو د تطبيق غوره لار 

حشمت ناصري

0 732

په شپېتمه لسيزه کې د عليحضرت محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په هېواد کې د کرنيزو ځمکو د ثبت لپاره هڅې پيل شوې او تر يوې لسيزې پورې ۳۴ سلنه کرنيزه ځمکه په ابتدایي توګه سروې او ثبت شوه.
خو په هېواد کې د سياسي بدلونونو او د جګړې پراختيا له کبله د ځمکو د ثبت لړۍ وځنډېده او د دولتي ځمکو د مديريت مسله هم يوې خوا ته شوه.
د دولتي ځمکو تنظيم او مديريت ته د وخت حکومتونو نه پاملرنه د دې لامل شوه چې ځيني فرصت طلبه کسان په مرکز او ولايتونو کې دولتي ځمکې غصب کړي او د شخصي او اقتصادي موخو لپاره ترې ګټه پورته کړي.
حقوقي، اداري او د پاليسۍ له اړخه د حکومتوالى په اسنادو کې نيمګړتياوې او د دولتي ځمکو د تنظيم او مديريت لپاره د روښانه او اوږد مهالې تګلارې نشتون په واضح ډول محسوس وه. له بلې خوا د حکومت په چوکاټ کې د موازي ادارو شتون او د دوى ترمنځ نه همغږي او نامنظم سيسټم، د ځمکوالۍ د ښه مديريت او تنظيم په برخه کې بله ننګونه ګڼل کېده.
په وروستيو څو ولسيزو کې د افغانستان ځمکوالۍ نظام کې د اصلاحاتو راوستو او د عصري ټکنالوژۍ سره سم د دولتي ځمکو مديريت ته جدي پاملرنه ونشوه. همدارنګه سليقوي، عکس العملي او فرد محور چلندونه د دې لامل شول چې په دې برخه کې د اساسي او بنسټيزو چار مخه ډب شي.
پر دې سربېره په ملي او سيمه‌ييزه کچه د دولتي ځمکو د کره شمېر او احصائيې نه شتون له امله د وخت حکومتونه او خصوصي سکتور د معلوماتو له کمښت سره مخ وو او دا د دې لامل شو چې پر دولتي ځمکو او املاکو د خصوصي سکتور د پانګونې کچه راټيټه او په هېواد کې د پروژو د تطبيق لړۍ کمرنګه شي.
د جمهور رئيس حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د دولتي ځمکو د مديريت مسله د حکومت د پاليسۍ تر بريده مطرح شوه او د ځمکوالۍ نظام د مديريت په برخه کې يو لړ چارې هم پيل شوې. دا چارې تر ډيره بريده خصوصي سکتور ته په اجاره د دولتي ځمکو پر ورکولو ورټولې وې، خو له دې ټولو سره سره په دې برخه کې اساسي او بنسټيز ګام پورته نه شو.
حکومت ته د جمهور رئيس محمد اشرف غني له راتګ سره سم د ځمکوالۍ د مديريت او تنظيم موضوع ته نه يوازې د حکومتي چارو په ډله کې لومړيتوب ورکړل شو، بلکې د حقوقي، اداري او پاليسۍ له اړخه د ځمکوالۍ مديريت ټولې خواوې په اساسي او بنسټيز ډول وڅېړل شوې.
په حقوقي او د پاليسۍ په برخه کې د تقنيني اسنادو، پاليسيو، کړنلارو، لارښوونو او نور حکومتوالۍ اسنادو پر ترتيب او تعديل کار پيل شو او له ټولو سکتوري ادارو او کورنيو او بهرنيو متخصصينو سره په نږدې همغږۍ پرې هر اړخيز بحث وشو. د دغو ترتيب شويو اسنادو مسوده د افغانستان اسلامي جمهوري دولت عالي شوراګانو او کابينې ته له وړاندې کېدو وروسته تصويب شوه.
په دې کار سره نه يوازې د حکومتوالۍ اسنادو پنځوس کلنه تشه ډکه، بلکې د افغانستان د ځمکوالۍ چارو تنظيم او مديريت لپامد واضح ليد لورى او روښانه تګلاره رامنځ‌ته شوه.
په اداري برخه کې ټولې هغه موازي ادارې چې د ځمکوالۍ په برخه کې يې په غير منظم او ناهمغږي ډول فعاليت درلود؛ د حکومت د پرېکړې له‌مخې مدغم او تر يو چتر لاندې تنظيم شوې.
په هېواد کې د نوي ځمکوالۍ نظام د ټينګښت په موخه د هندوستان، جورجيا، سنګاپور او ترکيې موډلونه تر مطالعې لاندې ونيول شول او له دې ډلې څخه ترکيه په حقوقي، تخنيکي او کلتوري بڼه د غوره موډل په توګه وټاکل شوه. له دې وروسته د ځمکوالۍ د مديريت په برخه کې د ترکيې هېواد برياليو تجربو ته په کتو د دې هېواد له متخصصينو سره په نږدې همغږۍ د تقنيني اسنادو پر ترتيب سربېره، د ملي او انکشافي برنامو پر طرحو کار پيل شو چې له دې ډلې څخه کولای شو د بېلګې په توګه د افغانستان د ځمکوالۍ بنسټيز نظام د پراختيا برنامې (IDPL)، د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت برنامې او د دولتي ځمکو د بانک برنامې نومونه ياد کړو.
افغان حکومت په لومړي سر کې د غير رسمي ښاري سيمو د رسمي کولو برنامه پيل کړه او ورپسې يې له عصري ټکنالوژۍ څخه په استفادې د دولتي ځمکو د ثبت لړۍ ته مخه کړه.
د ځمکوالۍ چارو د ښه تنظيم او له دولتي ځمکو څخه د موثرې او معقولې استفادې په موخه د دولتي ځمکو د ثبت لړۍ د ۱۳۹۷ کال په حمل مياشت کې پيل او د دوو کلونو په تېرېدو سره په کابل او ۲۷ نورو ولايتونو کې ۵،۶ میليونه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه.
د دولتي ځمکو له ثبت سره نه يوازې د ټول‌ګټو پروژو د تطبيق لړۍ چټکه شوې، بلکې د خصوصي سکتور پانګونې د جذب او د دولتي ځمکو استرداد ته هم زمينه برابره شوې ده.
يوازې په تېر کال کې په ۲۵ ولايتونو کې د پراختيايي پروژو د تطبيق لپاره ۲۰ زره جريبه دولتي ځمکه متقاضي ادارو ته لېږدول شوې او په کابل، هرات، ننګرهار او لوګر ولايتونو کې د راستنېدونکو او کورنيو بې ځايه شويو کډوالو لپاره د کورونو جوړولو په موخه ۲۰ زره استوګنيزې نومرې ځانګړې شوې.
پر دې سربېره د جمهوري ریاست د ۳۰۵ ګڼې فرمان (د دولتي ځمکو تشخيص، انتخاب او وېش) د پلي کولو په موخه ۶۰ زره جريبه دولتي ځمکه په ٢٥ ولايتونو کې تثبيت او په نښه شوه او ټاکل شوې چې د رسمي پړاونو له تېرولو وروسته پر راستنېدونکو، داخلي بې‌ځايه شويو کډوالو او د امنيتي او دفاعي ځواکونو د شهيدانو پر وارثينو د وېشلو په موخه اړوندو ادارو ته انتقال شي.
همدارنګه د خصوصي سکتور د پانګونې د جذب، د ملي عوايدو د زياتوالي او هېوادوالو ته د کار موندنې په موخه د مرکز او ولايتونو په کچه دا مهال د زرګونه جريبه دولتي ځمکې د تثبيت چارې پيل شوي چې ورسره به ميليونونه ډالره پانګه جذب او زرګونو کسانو ته به د کار زمينه برابره شي.
افغان حکومت په دې وروستیو کې د کابينې د پريکړې له‌مخې په يو شمېر ولايتونو کې د هوايي ډګرونو، صنعتي پارګونو، د برېښنا سب سټيشنونو، د لوبو ډګرونو او دولتي ادارو ته د ودانيو جوړولو او نورو پراختيايي پروژو د پلي کولو په موخه ۳۷ زره جريبه ځمکه د دولتي ځمکو بانک له لارې متقاضي ادارو ته لېږدوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply