د سولې مرکچي پلاوي د مذاکراتو پر تګلارې شفاهي هوکړې ته رسېدلي

0 656

په بين‌الافغاني مذاکراتو کې د افغانستان اسلامي جمهوريت مرکچي پلاوي یوې غړې ويلي، دوی تېره شپه تر ناوخته د وسله‌والو طالبانو له مرکچي پلاوي سره د اختلافاتو پر حل خبرې کړي او دواړه لوري په شفاهي ډول د تګلارې پر وروستي کولو هوکړې ته رسېدلي دي.

د مرکچي پلاوي دغه غړې چې نه یې غوښتل نوم یې واخېستل شي وویل، اوس به دواړه لوري خپله وروستۍ پرېکړه له مشرانو سره شریکه کړي. د افغانستان اسلامي جمهوريت مرکچي پلاوي بل غړي نادر نادري هم ياده ناسته تائيد کړي او ويلي يې دي چې د اختلافاتو حلولو په هدف د ورته ناستو پر دوام هوکړه شوې ده.

په همدې حال کې د وسله‌والو طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکټر نعيم وردګ هم په خپل ټوېټر کې د تېرې شپې ناستې په اړه ورته څرګندونې کړي او د تماس ډلو ترمنځ د مخامخ ناستو د دوام خبره يې کړې ده.

دا له ۱۲ ورځني ځنډ وروسته لومړی مخامخ غونډه ده چې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په قطر کې کېږي. دا بين‌الافغاني مذاکرات د تېر سپټمبر په ۱۲مه رسما پيل شول، خو تر اوسه دواړه لوري پر دې نه دي توانېدلي چې د يادو مذاکراتو پر مخ وړلو لپاره طرزالعمل بشپړ کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply