د راستنېدونکو افغان ډیپلوماټانو ځنډنۍ بیاګومارنه

هارون حکیمي

0 947

یوه اصلاحي یادونه؛

د بهرنۍ پالیسۍ د پلي کېدو په موخه ډیپلوماټیکي ګومارني درانه مسئولیتونه او امتیازات لري چي د افغانستان په څېر هیوادونو لپاره یې مسئولیتونه لا زیات او امتیازات باید چي کم وي؛ خو دا خبره له بده مرغه تر ډېره سرچپه ده او زموږ د بهرنیو استازولیو لپاره ګومارني تر ډېره د وړتیا پرته، د اشخاصو لپاره د امتیازاتو او استراحت په موخه انګېرل کېږي. له همدې امله هر ډیپلوماټ ته د درې کلني کاري مودې تر ختمېدو ډېره موده مخکي، د دندي پای ته رسېدو خبر ورکول کېږي او پر ځای یې بل تن ګومارل کېږي. دا چي ډیپلوماټ بیرته هیواد ته راستنېږي او پکار ده چي د تخصُص، تجربې او لېوالتیا پر بنسټ یې د نوي ګومارني په هکله پرېکړه وسي، په دې هکله هیڅ نه ورته ویل کېږي.

کله چي افغان ډیپلوماټان د بهرنیو ماموریتونو څخه هیواد ته راستنېږي په وزارت کي هیڅ آدرس نسته چي له خدمته یې مننه وکړي، هرکلی ورته ووايي، د تجربو، لاسته راوړنو، وړاندیزونو او نظرونو پوښتنه یې وکړي او د نوي دندي په هکله یې خبري ورسره وکړي. معمول داسي جوړ سوی چي راستانه سوي ډیپلوماټان د میاشتو او حتی کلونو لپاره بې دندو، یواځي د حاضري د لاسلیکولو لپاره وزارت ته حاضرېږي، د وزارت په باغ کي قدم وهي، د همکارانو سره بانډارونه کوي او یا مجبورېږي چي د وزارت دننه او بهر متنفذو شخصیتونو ته لاري جوړي کړي ترڅو د واسطو په توګه یې د بهرنیو چارو وزارت مشرتابه ته غوښتني وړاندي کړي او بیرته وګومارل سي. دا ډېره عمومي چاره ده خو استثنا لري. ځیني ډیپلماټان د واسطو په وسیله بهرنۍ دندي تمدیدوي، له یوه بهرني ماموریت څخه بل ته ګومارل کېږي او یا هم د اړیکو پر بنسټ کابل ته د راستنېدا سره سم پر دندو ګومارل کېږي. خو دا شمېره ډېره کمه او یواځي د نازولو او لویو کورنیو تر غړو پوري محدوده ده.

د لوی شمېر راستنېدونکو ډیپلوماټانو ځنډنۍ ګومارني د بهرنیو چارو وزارت د سیسټم او انساني سرچینو د مدیریت یوه جدي ستونزه ده. البته نوې نه بلکې له اوږدې مودې راهیسي موجوده خو اوس لا زیاته سوې ده، چي په اوو ټکو کي یې هیواد، سیسټم او انساني ظرفیت ته زیان د د اندېښنې وړ دی.

لومړی، د روحیې ځپل کېدل

 له هیواده لیري اوسېدا او ډیپلوماټیک ماموریت معمولاً د هیواد سره د میني او خدمت د روحیې د زیاتېدا سبب کېږي. د افغانستان په څېر هیواد ته، د ډیپلوماټانو بیرته راستنېدنه پخپله د هیوادنۍ میني یو ثبوت لوی دی. خو کله چي یې د خدمت څخه نه مننه او د بیرته راتګ د نه هرکلي ترڅنګ، په وړاندي بې تفاوتي څرګندېږي، په بیروکراسي کي یې د وخت ضایع کېدلو هڅي کېږي، د راستانه سوي ډیپلوماټ د روحیې ځپلو او ناهیلۍ سبب کېږي. دا چاره د خدمت سره د لېوالتیا کچه کموي او د هڅو انګېزه ځپي.

دوهم، د تجربو ضایع کېدل

د درې کلن بهرني ماموریت په اوږدو کي ترلاسه سوي تجربې چي د هر هیواد لپاره یوه لاسته راوړنه ګڼل کېږي، له ګټي اخیستني پرته ضایع کېږي. ډیپلوماټ چي د کاري چاپیریال او علمي چارو څخه په میاشتو لیري پاته کېږي، د کار د ځنډڼي پیل سره ځان بې تجربې او حتی نوی احساسوي چي دا د تخصًص او مسلکیتوب په زیان تمامېږي.

درېیم، د اړیکو له منځه تلل

 په بهرنیو ماموریتونو کي، ډیپلوماټان د کوربه او نورو هیوادونو د ډیپلوماټانو، هلته مېشتي ډیاسپورا، او مهمو شخصیتونو سره کاري اړیکي جوړوي چي د دوه اړخیزو او ګڼ اړخیزو ګډو همکاریو په پراختیا کي دغه اړیکي خورا مهمي وي، مګر د اوږدې مودې بې دندي پاته کېدلو له امله هغه اړیکي چي د بېلابېلو انساني، ډیپلوماټیکو او مادي پانګونو په بدل کي لاسته راغلي وي، کمزوري کېږي او له منځه ځي.

څلورم، د کاري چاپیریال زیانمنېدل

د بهرنیو چارو په وزارت کي د لسګونو او حتی سلګونو بیرته راګرځېدلو ډیپلوماټانو، بې مسئولیته حضور، ورپېښي ستونزي، راټوکېدلي ګیلې او د مسئولینو او سیسټم څخه مطرح کېدونکي شکایتونه د وزارت او بهرنیو استازولیو پر کاري چاپیریال د اداري او رواني اړخه بې ضرورته فشار واردوي. د ګومارل سویو او بې دندو کارکوونکو ترمنځ د اړیکو فضا معمولاً د همکاري پر روحیه نه وي ولاړه او په ځینو اړخونو کي انتقامي بڼه غوره کوي چي حتی د ډیپلوماټانو د وقار په زیان تمامېږي.

پنځم، د انساني او مالي پانګي بېځایه لګښت

کله چي بیرته راستانه سوي ډیپلوماټان د میاشتو او یاهم کلونو لپاره په وزارت کي پر دندو نه ګومارل کېږي، او د اصولو له مخي بل ځای دنده نه سي اخیستلای، د هیواد دیوې لويي مسلکي او لوستي کتلې ظرفیت ضایع کېږي او یو لوی بنسټ یې د خدمت څخه محرومېږي. په داسي حال کي چي نیمه حکومتي امتیازات چي نسبتاً زیات دي هم ورکول کېږي. دا له یوې خوا د کادري ظرفیتونو د انرژي او وخت او له بلي خوا د حکومت د بودجې ضیاع ده.

شپږم، د ګومارنو سیاسي کول

د بیرته راګرځېدونکو ډیپلوماټانو د کورنیو ګومارنو ځنډنۍ پروسه ډیپلوماټان مجبوروي چي د وزارت د دباندي څخه د لوړپوړو چارواکو، سیاسیونو او یاهم پارلمان او نورو بنسټونو سپارښتونو، جوړجاړیو او فشارونو ته زمینه برابره کړي. چي دا چاره مو د بهرني سیاست ددغه بنسټ او بهرنۍ پالیسي د ښه پلي کېدا په وړاندي ستونزي او خنډونه رامنځ ته کوي. دغه راز د مستعدو کادرونو پرځای د لویو سپارښتونو او واسطو خاوندان وړاندي کېږي.

اووم، په بهر کي د ډیپلوماټانو له لوري د پناه غوښتنو زیاتېدل

په بهرنیو چارو وزارت کي د بیرته ګومارل کېدو ستونزمن بهیر، یو د هغو لاملونو څخه دی چي له کبله یې زموږ ډېر ډیپلوماټان بیرته هیواد ته د راتګ پر ځای په نورو هیوادونو کي پناه اخلي. څو میاشتي د دندي ترختمېدو وړاندي چي ډیپلوماټانو ته مکتوبونه لېږل کېږي، په هغو کي یې د کورنیو ګومارنو په هکله هیڅ ډول ډاډ نه ورکول کېږي. دغه د بې اطمینانۍ فضا او چاپیریالي لاملونه سبب کېږي چي زموږ ډېر، په ځانکړي ډول په لویدیځو هیوادونو کي ګومارل سوي ډیپلوماټان بیرته هیواد ته نه راګرځي.

حللاري او وړاندیزونه:

د بهرنیو چارو په وزارت کي د مسلکي او کاري روحیې د پیاوړتیا په موخه پکار ده چي د انساني سرچینو د مدیریت په موخه د یادو ټولو ټکو منځپانګه، لاملونه او د پایلو اغېز په نظر کي ونیول سي او لکه څنګه چي په بهر کي د استازولیو لپاره ګومارنو ته پاملرنه کېږي، په ورته ډول د کورنیو ګومارنو پروسه د وخت او اړتیاوو سره سمه چمتو او پلې سي. په دې برخه کي څلور مهم ټکي د یادولو وړ دي:

لومړی، وزارت ته دي د اړتیا پرته د سیاسي استخدام چي تر ډېره د لوړپوړو د فشارونو پر بنسټ ترسره کېږي، ودرول سي تر څو له یوې خوا د بیرته  راګرځېدلو او راستنېدونکو ډیپلوماټانو لپاره د جذب ظرفیت وساتل سي او له بلي خوا د وزارت تشکیل د پاړسوب څخه وژغورل سي.

 دوهم، اړتیا ده چي د هر ډیپلوماټ د بهرنۍ دندي تر پای ته رسولو وړاندي یې د کاري ساحې، تجربې، مسلکي څانګي او لېوالتیا پر بنسټ، د کورنۍ دندي په هکله پرېکړه وسي او د دندي د ختمېدو په مکتوب کي یې پر نوې دنده د ګومارل کېدو یادونه/ژمنه هم ورسره شریکه سي.

درېیم، د مسلکي ډیپلوماټانو او اداري او خدماتي برخو د کارکوونکو بنسټیز جلاوالی په نظر کي ونیول سي، او په اړوندو څانګو کي په ګومارل کېدو یې د تخصُص د پیاوړتیا او په ورته وخت کي پر اداري او خدماتي بستونو د ډیپلوماټانو د ګومار کېدو څخه ډډه وسي.

څلورم، د انساني سرچینو د مدریت په برخه کي د اړوندي څانګي مسئولینو ته دنده وسپارل سي چي د بیرته راګرځېدونکو ډیپلوماټانو د لاسته راوړنو، تجربو، نظریاتو او وړاندیزونو د درناوي په موخه د هغوی سره تفصیلي ناستي وکړي او د معقولو وړاندیزونو اړوند یې لازم اقدامات وکړي او د بیرته راستنېدو سره یې، د کاري روحیې پر وده تمرکز وکړي.

 دا چاري به له یوې خوا د ګڼو یادو ستونزو په حل کي مرسته وکړي، له بلي خوا به په ډیپلوماټانو کي د نوو مسئولیتونو لپاره چمتوالی رامنځ ته کوي. دغه راز به د ډاډ په پیاوړي کولو، د ډیپلوماټانو د بیرته را ستنولو د ستراتیژي رول ولوبوي.

 پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply