پر افغانستان جګړې ته له یوې بلي زاویې کتنه

هارون حکیمي

686
د اقتصادي جګړو او جګړو د اقتصادي اړخونو په اړه د بېلابېلو څېړنو او پر افغانستان د تپل سوي جګړې په اړه د لیکل سوو آثارو په برخه کي د ویلسن څېړنیز مرکز لخوا خپور سوی دا اثر Rethinking the Economics of War په نظر ډېر مهم راغی. ځکه یې د منځپانګي لنډیز او معرفي دلته خپروم او هیله من یم چي ولوستل سي.
په لسو فصلونو کې د لسو تنو څېړونکو د مقالو په دغه ټولګه کي د افغانستان، کولمبیا، سیرالیون، لبنان، کانګو او انګولا جګړې له اقتصادي اړخه څېړل سویدي. اړتیاوي، باورونه او حرص د جګړې د لاملونو په توګه ګڼل سوي. خو د افغانستان جګړه تر ډېره د اقتصاد د موخي په توګه بلل سوې ده.
د اتم فصل په توګه د پاولا آر. نیوبرګ Paula R. Newberg مقاله پر افغانستان د شوروي د یرغل له وخته بیا تر ۲۰۰۵ کال پوري د پېښو او پالیسیو پر کرونولوجي او پایلو متمرکزه ده. د لیکوالي په باور، د افغان جهاد د ملاتړ له لاري پاکستان ته افغانستان په یوه عایداتي مرکز بدل سو. د شوري په مقابل د افغان جهاد ملاتړ، د افغانستان د طبیعي زېرمو، د افغان کډوالو سره د مرستو، مخدره توکو، د افغانستان د پیداوارو او په ټولیز ډول د افغانستان د جغرافیې څخه یې د اقتصادي ګټي اخیستني پرېمانه زمینې وموندلې. لیکواله کاږي چي د ډېورنډ پر کرښه د تګ راتګ عادي کول او څار کمول په اصل کې د افغانستان د سرچینو د لوټلو لپاره د لاري د پرانسلو په موخه ول.
لیکواله دغه راز په افغانستان کي دننه د یو شمېر ډلو، مخدره توکو د کاروباریانو، جنګسالارانو، طالبانو، او سیاسیونو پایښت د جګړې او د جګړې د اقتصادي موخو سره تړي. د افغانستان د ثبات په وړاندي د ګاونډي پاکستان، کورنیو ډلو او افرادو شخصي ګټي خنډ ګڼي او په خبره یې دوی افغانستان ثبات ته نه پرېږدي.
پاولا نیوبرګ، په ۲۰۰۵ کال د افغان حکومت د ناکامۍ وړاندویني کړیدي. پړه یې هغه وخت پر پاکستان، د مخدره توکو پر کاروباریانو، جنګسالارانو، طالبانو، افغان سیاسیونو او د امریکا پر ناڅرګندو پالیسیو اچولې ده. او طالبان یې د مجاهدینو په څېر د پاکستان د اقتصادي موخو پالونکي ګڼلي دي.
په دغه اثر کي د افغانستان جګړه دیني، هویتي او قومي نه ده ګڼل سوې؛ بلکې د جګړې موخه اقتصادي ګټه یاده سوې چي د جګړې لوبغاړي او ښکېلي ډلي یې ترلاسه کوي او زیان یې افغان ولس او افغانستان ویني.
د څېړونکو دا خبره هم د کتاب د مقالو په منځپانکه کي تکرارېږي چي جګړې که د عقیدوي شعارونو او ایډیولوجیو لپاره پیلېږي، په تدریجي ډول لوري بدلوي او اقتصادي موخو ته ورګرځي. د افغان جهاد مسیر همداسي تعریفوي؛ چي په پیل کي دافغانستان د آزادۍ تر عنوان لاندي پیل سو خو وروسته یې پاکستان او جهادیانو لوری د اقتصادي ګټو پرخوا وڅرخاوه او طالبان د هماغه سیاست د پاللو لپاره رامنځ ته سول.
دغه راز د کولمبیا د فارک او آزادۍ د غورځنګونو جګړې د بېلګو په توګه راوړي. هغه جګړې چي د کمیونیزم د خپرېدو لپاره پیل سوې خو وروسته د تاریخ په بېلابېلو برخو کې د قهوې، مخدره توکو، تېلو او بیا انساني قاچاق له لاري د ګټو په موخه وپالل سوې او د کمیونیزم د اصولو خلاف یې دوام وکړ. اقتصادي سرچینو په پیل کي مرستندوی رول ورته درلود خو وروسته یې کمیونیستي نظریې پرېښودې او ګټي یې ټینګي کړې.
دا اثر د افریقايي هیوادونو او منځني ختیځ د ځینو نورو بېلګو په څېړنه د افغانستان د روان بحران او راتلونکي په اړه د وړاندوینو ډېر نورڅه لري او په لوست یې شنونکي کولای سي چي د طالبانو اوسنۍ چاري او دغه راز د پاکستان او نړۍ تمي درک کړي. د افغانستان په انزوا کي ساتل، د تروریستي ډلو په پتنځای بدلول او بیا نړۍ ته په همدې شناخت معرفي کول، د کانونو لوټ او پاکستان ته لېږدول، د اقتصادي سیستم له منځه وړل، پر پاکستان تکیه، د پاکستاني توکو په مصرفي هیواد بدلېدل، د طالب مشرانو د سرمایو خبرونه،فساد،پرله پسې ودونه، د نوو جګړو لپاره د ارادو احتمالات او ډېر نور څه په دې کانټیکسټ کي د غور وړ دي.
May be an image of book and text that says 'The nstitute the of RETHINKING ECONOMICS Rethinking of Gree The W Intersection and WAR .Arns the Need, Creed, Cynthia Zartmar Economics cuiteby I. William and study Angola, Jaco Program ea lause c Resolution Advanced School 8298-2 ISBN 0-8018 9 Baltimore'

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.