د جمهوریت مذاکره کوونکي پلاوي د جګړې د قربانیانو کورنیو ته ډاډ ورکړی

سید عبدالله پاچا

0 787

د جګړې له ملکي قربانیانو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشورتي ناسته کړې او په دې ناسته کې د قربانیانو کورنیو ته ډاډ ورکړل شوی چې حق به یې نه تلف کیږي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشر، محمد معصوم ستانکزی ویلي، جګړې قربانیان به له عاطفي، اخلاقي او زموږ د مسؤولیت له اړخه د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې یو مرکزي ټکی وي. نړیوالو تجربو ښودلې چې یو اړخیزه سوله تر ټولو ډېر زیان د جګړې قربانیانو ته اړوي.

د مذاکره‌کوونکي پلاوي لیدلوری دا دی چې د عادلانه سولې په خاطر چې ټول ترې برخمن شي، باید د جګړې ټولو قربانیانو ته ژوره رسېدنه وشي.

ستانکزي ويلي، د جګړې د قربانیانو نظرونه به له موږ سره مرسته وکړي چې له مقابل لوري سره په مذاکراتو کې وکولی شو په پلان جوړونه کې د هغوی د نظرونو په شاملولو سره، د هغوی حقونو ته د رسېدو په برخه کې مرکزي رول ورکړو.

هغه ډاډ ورکړی چې د جګړې بندول او وینې تویېدنې ته د پای ټکی اېښودل زموږ بنسټيزه موخه ده؛خو دا بنسټیزې سولې ته رسېدل نه دي. سوله باید د عدالت په محور رامنځته شي او ټول لوري ځانونه بریالي احساس کړي.

د مذاکره‌کوونکی پلاوی د نړۍ دسولې د تجربو، ۴۰ کلنې جګړې او د سولې د مخکېنیو هڅو په اړه ښه درک لري. د سولې پروسه باید له شک پرته قرباني محوره وي.

معصوم ستانکزي ویلي چې د مذاکره‌کوونی پلاوی به د جګړې د قربانیانو له‌خوا پر مطرح شوو نظرونو بحث وکړي.

هغه ډاډ ښودلی چې باید په ګډه داسې پایلې ته ورسېږو، چې داسې ځای ته ورسېږو چې تاوتریخوالي بیا تکرار نه‌شي. موږ به اکاډمیک او منسجم کار وکړو.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړی، مولوي عطاءالله لودین ویلي چې  ناروا جګړه باید پای ته ورسېږي. موږ د سولې مذاکراتو په هره اړونده اجنډا کې د جګړې له قربانیانو دفاع کوو او د هغوی حقونه مو په پام کې دي. موږ به د عادلانه سولې زمینه برابره کړو.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړی، سید سعادت منصور نادري ډاډ ښودلی چې قرباني‌محوره عدالت زموږ د بحث له اساساتو دی. د جګړې له قربانیانو دفاع او د لا ډېرې قربانۍ مخنیوی زموږ اېماني او اخلاقي مسؤولیت دی.

د سولې بهیر اصلي ګټونکې باید د جګړې د قربانیانو کورنۍ وي. د جګړې قربانیان باید له خپلو بشري حقونو برخمن شي. سوله یو موقت اوربند نه‌دی، بلکې د ۱۹ کلنو لاسته‌راوړنو ساتنه له ځان سره ولري.

نادري ویلي چې د یوې ګډې کمېټې په جوړولو به کار وکړو چې د جګړې د قربانیانو، د هغوی د ملاتړو، د ملي مصالحې د عالي شورا او د سولې په چارو کې د دولت وزارت استازي حضور پکې ولري. د نورو هېوادونو د تجربو له مخې د دواړو لورو د جګړې د قربانیانو حضور به د مذاکراتو بهیر د چټکتیا لامل شي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړې، فوزیه کوفي ویلي چې د جګړې قرباني یوازې هغه خلک نه‌دي، چې د دولت په ساحه کې وو. زموږ ملکي وګړي په دواړو لورو کې د جګړې قرباني وو او د سولې مذاکراتو اړخونه د جګړې د قربانیانو په اړه مکلفیت لري.

په جګړه کې د افغانستان خلک په بېلابېلو ډولونو قرباني شوي دي.

ستاسو لیدلوري د مذاکره‌کوونکي پلاوي د اساسي کرښو په توګه مطرح دي. موږ باید د جګړې د ختم تر څنګ د خلکو لپاره غوره ژوند برابر کړو، چې ټول ارزښتونه یې پکې شاملېږي. د قربانۍ پر محور عدالت زموږ کاري لومړیتوب او بحث دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply