ننګرهار کې له داعش وروسته د لشکر اسلام ډلې تحرکات پيل کړي

0 769

د ننګرهار په یو شمېر هغو ولسواليو کې چې ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرتې دي، د لشکر اسلام وسله‌والې ډلې فعالیتونه تر سترګو شوي دي.

د لښکر اسلام وسله‌واله ډله د ډيورنډ کرښې پورې غاړه له مودې راهيسې فعاله ده خو تازه يې د ننګرهار په اچین، دوربابا او نازیانو ولسوالیو کې فعالیتونه ليدل شوي دي. د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، په يادو ولسواليو کې د لشکر اسلام ډلې فعاليتونه کومه نوې خبره نه ده او زياتوي چې دا ډله له مودې راهيسې د کرښې دې غاړه په يادو ولسواليو کې د افغان حکومت ضد فعاليتونه کوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي په دې اړه له سیحون نیوز سره خبرو کې وايي، په لرې پرتو ولسواليو کې د لشکر اسلام ډلې موجوديت نوې موضوع نه ده او زياتوي چې د يادې ډلې فعاليتونو په اړه يې موده وړاندې هم راپورونه ترلاسه کړي دي.

د نوموړي په خبره د يادې ډلې پر وړاندې د امنيتي ځواکونو له لوري جدي اقدامات شوي او له همدې کبله ده چې د دې ډلې فعاليتونه د جدي خطر پېښولو تر کچې نه دي. خوږياڼی ډاډ ورکوي چې د ننګرهار امنيتي وضعيت ښه‌والي او د وسله‌والو ډلو د ځپلو په هدف افغان ځواکونه له توپير پرته اقدام کوي او زياتوي چې په دې ترڅ کې به د لشکر اسلام ډلې ټول جنګيالي له منځه يووړل شي.

د پوځي چارو يو شمېر کارپوهان بيا په ننګرهار کې د لشکر اسلام ډلې فعاليتونو ته د متفاوتې استخباراتي لوبې په توګه ګوري او زياتوي چې په افغانستان کې سولې ته د حکومت او وسله‌والو طالبانو له رسېدو سره ښايي دا ډله جګړې ته زور ورکړي.

د پوځي چارو شنونکی دولت وزیري وايي، د لشکر اسلام ډلې جنګي فعالیتونه افغان حکومت او طالبانو ته خطر زنګ په مانا دي او وايي، که دواړه لوري غواړي چې افغانستان د استخباراتي جګړې په مرکز بدل نه شي نو ژر تر ژره دې د سولې روانې خبرې یوې مطلوبې نتیجې ته ورسوي.

د راپورونو له مخې د لشکر اسلام  وسله‌واله ډله د کرښې پورې غاړه منظم پټنځايونه لري او د پاکستان پوځ يې په ښکاره ډول په ختيځ کې د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړې په موخه اکمالوي.

خو کورنیو چارو وزارت بیا وایي، افغان ځواکونه د هرې هغې ډلې پر وړاندې مقابله کوي چې افغان حکومت ته سرخوږی جوړوي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین په خبرو کې وویل، افغان ځواکونه له توپير پرته د وسله‌والو ډلو پر وړاندې اقدام کوي او زياتوي چې د يادو ډلو پر وړاندې د مبارزې په ترڅ کې به د لشکر اسلام ډلې فعاليتونه صفر او له منځه يووړل شي.

د لشکر اسلام ډلې د فعاليتونو ظهور په اړه دا راپورونه داسې مهال دي چې افغان ځواکونو روانه اونۍ د ننګرهار اچین ولسوالۍ په باندر سیمه کې د يادې ډلې پر جنګياليو هوايي برید وکړ.

د دغه هوايي بريد په ترڅ کې د لشکر اسلام ډلې د رهبرۍ درې غړي ووژل شول او د منګل باع په نوم د دې ډلې مشر په کې سخت ټپي شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply