پيښه (حادثه ) Event : پيښه يوه نتيجه ده . په عمومي توګه پيښه په شتمنيو پانګه او قرضونو کي د تغيراتو د رامنځته کيدو منبع او وسيله ده يوه پيښه کيدي شي چي داخلي يا خارجي واوسي .
معامله Transaction : يوه بهرني پيښه ده چي د دوه يا زياتو منابعو ترمنځ انتقال او تبادله څرګندوي .
حساب Account: يو سيستما تيک ترتيب دي چي په خاصو شتمنيو او پانګه باندي د معاملاتو او نورو پيښو اثرات منعکسوي . د هر ډول شتمني ، قرض ، عايد ، مصرف او پانګي لپاره جدا حسابونه جوړيږي .
حقيقي (دايمي ) او اسمي (موقت ) حسابونه : Real and nominal Accounts
د (شتمنيو، قرض، پانګي ) هغه حسابونه چي په بيلانس کي څرګنديږي حقيقي حسابونه دي. موقت يا اسمي حسابونه د عايداتو، مصارفو او منافعو د ويش حسابونه دي چي د ګټي او تاوان حساب ته انتقا ليږي. موقت حسابونه د هري دوري په پاي کي تصفيه او تړل کيږي. ولي حقيقي حسابونه نه تصفيه کيږي .
لجر (Ledger) : د حسابونو کتاب دي. په لجر کي هر حساب ځا نګړي پاڼه لري . عومي لجر د ټولو شتمنيو، قرضونو ، پانګي ، عايداتو ، اولګښتونو دحسابو څخه تشکيل شوي دي. کومکي لجرونه په عمومي لجر کي د موجودو حسابونو تفصيل څرګندوي .
ژورنال : Journal : د معا ملاتو او حوادثو د ثبت لومړني کتاب دي . چي تاريخوار او مستند ډول سره په دي کتاب کي ثبت صورت نيسي . او په ژورنال کي ثبت شوي ارقام بيا لجر ته نقل کيږي .
انتقال ((Posting) : د ثبت د لومړنيو کتابونو څخه د لجر مربوطو حسابونو ته د ارقامو او معلوماتو د انتقال جريان ته ويل کيږي .
ازمايشي بيلانس Trial Balance : په لجر کي ټولو پرانستل شوو حسابونو اود هغوي دبلانسو نو د ليست څخه عبارت دي . ازمايشي بيلانس چي د ژورنال څخه لجر ته د ارقامو دانتقال او اصلاح ورسته ترتيب شي نو د ازمايشي اصلاح شوي بيلانس په نوم ياديږي . که چيرته د حسابونو د تړلو وروسته بيلانس ترتيب شي نو د حسابونو د تړلو وروسته ازمايشي بيلانس ورته ويل کيږي. ازمايشي بيلانس په بل هر وخت کي هم ترتيب کيدي شي .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320