د سيندونو لنډه پيژندنه

عثمان غنی زابلی

0 1,279

      د افغانستان د اوبو سرچني او اوبه اخستونکي حوزي  د هندوکش لړي او د هغه لوړي  څوکي تشکيلوي په تيره بيا هغه هميشنۍ واوري چي دواخان ، پامير، ختيځ او لويديځ هندوکش او د بابا په غره باندي کلونه کلونه يو پر بل پرتي وي .

په پسرلي او دوبي کي ويلي کيږي او په بيلا بيلو حوزو بهيدونکي اوبه منځته راوړي، همدا اوبه او سيندونه په پسرلي او دوبي په موسم کي دومره زياني او طوفاني کيږي چي  د کافي نباتاتو د نه موجوديت له وجي د ځمکي د ويجاړۍ او ښويدني سبب ګرځي  چي کرنيزي ځمکي هم له ځانه سره خرابوي .

په عمومي ډول دافغانستان  د سيندونه داوبو بهيدنه تونده ده چي د اصلي سيندونه مرستيالان دلوړو څوکو څخه سر چينه اخلي  او په کږو وږو لارو  مخ په ځوړو رابهيږي او له بله پلوه د سيندونو بست (تل) په عمومي توگه کوچني او تنګي بڼه لري چي له همدي امله د ځمکو د تخريب سبب گرځي .

د مثال په توګه: د امو سيند پامير او خم ياب سيمي ترمينځ د لوړتيا د توپير له مخي چي ( ٢٧٠٠ ) مترڅخه زيات دى چي په کال کي د (٢٥٠) مليونو متره مکعبو په اندازه خاوره او رسوبي مواد له ځان سره وړي (1) .

دافغانستان دروانو اوبو له جملي څخه %١١ دپاکستان خاوري ته %١٠ د ازبکستان او ترکمنستان خاوري ته %٧٩ دهيواد پولو په دننه کي ولاړو اوبو دښتو او هامونونو (جهيلونو ) ته ورتوئيږي  .

د افغانستان سيندونه داوبو لرونکو حوزو له مخي په څلورو حوزو ويشل کيږي .

لمړۍ حوزه:

د هندوکش دغرونو شمالي سيمه چي په هغه کي دامو سيند او دهغه مرستيـــــــالان د کــــــــوکچي سينـــــد د واخــــــــان او بدخشــــان سيند او دکندوسيند پکي شامـــــل دي ،چي دافغانستــــــــان  دمځـکي %١٤.٢ ساحه ئي نيولي ده.

دوهمه حوزه :

دهندوکش دغرونو جنوبي سيمي چي په هغه کي د کابل سيند او د هغه مرستيالان دکنړ ،علينګار ،پنجشير او لوګر سيندونه شامل دي چي د مځکي %٨٢ ساحه ئي نيولي ده .

دريمه حوزه:

د بابا دغره مرکزي او شمالي سيمي او دسفيد کو ه د غره شمالي او جنوبي سيمي چي په هغي کي د تاشقرغان (خلم) بلخ آب (عشق اباد) د اندخوي  آب سفيد (ميرآباد) د مرغاب او هريرود سيندونه شامل  دي چي د مځکي %٢١.١ ساحه ئي نيولي ده .

څلورمه حوزه :

د بابا او سفيد کوه د غرونو جنوبي سيمي چي په هغي کي د هلمند، ارغنداب، خاشرود ،ادرسکن، ګودزيره ، د چيګائي کوچني سيند او د پشين لوره سيندونه شامل دي چي د افغانستان د ځمکي %٤١ ساحه ئي نيولي ده .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply