شمالي وزيرستان او باجوړ کې ۷ پاکستاني پوځيان وژل شوي

0 870

د راپورونو له مخې د ډيورند تورې کرښې پورې غاړه په دوو بېلابېلو پېښو کې د پاکستان ۷ تنه پوځيان وژل شوي او ۷ نور ټپيا شوي دي.

اسوشيېټيډ پرس په دې اړه خپل راپو کې ويلي، ۶تنه پاکستاني پوځيان هغه مهال ووژل شول چې په شمالي وزيرستان کې يې د موټرو پرکاروان د ماين چاودنه وشوه. دا راپور له مخې، په دې پېښه کې ۷ تنه پاکستاني پوځيان ټپي شوي چې د ځينو هغو يې روغتيايي وضعيت هم نازک ښودل شوی دی.

د پاکستان اووم پوځي بيا په باجوړ اينجسۍ کې ډيورنډ تورې کرښې ته څېرمه وژل شوی او د يادې پېښې په اړه د پاکستان پوځ ادعا کړې چې دغه پوځي يې د افغانستان له غاړې په شويو ډزو کې وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په قبايلي سيمو کې د پاکستان پر پوځ د تحريک طالبان پاکستان يا TTP بريدونه زيات شوي دي. خو د سيمې خلک وايي، په يادو بريدونو کې پاکستان پوځ ته د تلفاتو اووښتو په صورت کې په سيمو کې ګرځبنديز لګول کېږي او زياتوي چې ځايي اوسېدونکي په يوه او بله پلمه ځوروي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply