د هلمند د جګړې په تړاو دغه څرګندونې د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مشر احمدالله وثیق کړې دي.

د هغه په خبره، کومو سیمو کې چې مونږ جګړه کړې، هلته خلک له ستونزو سره مخ و، ځکه مونږ اړ شو، چې جنګ وکړو.

دا په داسې حال کې ده چې هلمند کې د طالبانو بریدونو زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه کړې دي او لسګونه تنه وژل شوي هم دي.