جسينډا ارډرم بيا د نيوزېلنډ لومړۍ وزيره شوه

0 628

پرون د شنبې په ورځ په نيوزېلنډ کې د ترسره شويو پارلماني ټاکنو پايله ښيي چې د نورو سياسي ګوندونو په پرتله واکمن کارګر ګوند تر ټولو زياتې څوکۍ ګټلي دي.

د ټاکنو د پايلې له مخې د جسينډا ارډرن په مشرۍ کارګر ګوند د پارلمان له ۱۲۰ څوکيو ۶۴ هغه ګټلي دي چې دا د تېرو پارلماني ټاکنو په پرتله زيات اکثريت دی. په پارلمان کې اکثريت ۴۰ کلنې جسينډا ارډرن ته دا فرصت يو ځل بيا په لاس ورکړ چې د دغه هېواد د لومړۍ وزيرې په توګه د يوې بلې دورې لپاره هم پر خپل ځای پاتې شي.

په نيوزېلنډ کې له کرونا سره د مبارزې په هدف د نوموړې طرحه مثبته ثابته شوې او ګومان کېږي چې په پارلماني ټاکنو کې د ارډرن بريا هم له همدې کبله ده. په پارلماني ټاکنو کې د دغه هېواد نورو ګډونوالو سياسي ګوندونو هم د نوموړې بريا ستايلې او مبارکې يې ورکړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply