غور مرکز فیروز کوه کې موټر بم برید شوی دی

0 693

د کورنیو چارو وزارت وايي، د غور مرکز فیروز کوه کې ننني موټر بم برید ۱۲ ولسي وګړي وژلي او ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي، چاودنې د ځاني زیان ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د امنيه قومندانۍ وياند عبدالمعروف رامش په خبرو کې زياته کړه چې د مرګ ژوبلې په تړاو کره مالومات نه لري خو تائيدوي چې په دې چادونه کې د پېښې ځای ته څېرمه يو شمېر ملکي ادارې هم زيانمنې شوي دي.

په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين بيا وايي، چاودنه د يوه کرولا ډوله موټر پر مټ شوې او په خبره يې د وروستيو مالوماتو له مخې ۱۲تنه وژل شوي او د ټپيانو شمېر بيا څه باندې۱۰۰ تنه دي.

نوموړي زياته کړې چې چاودنه د ښځو چارو او د شهدا او معلولينو رياستونو  مخامخ  د غور امنيه قومندانۍ قرا‌ول ته نږدې شوې ده. تر دې وړاندې ځايي سرچینو ځينو رسنيو ته منلې وه چې په دې پېښه کې ۱۰تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply