د ناټو ایتلاف: د افغانستان امنيت لپاره زموږ ژمنه لا پرځای ده

0 654

د ناټو ایتلاف ويلي چې په افغانستان کې د امنیت د خونديتوب لپاره د دوی ژمنه لا پرځای ده؛ خو هڅه کوي چې د سولې په درشل کې په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه را ټېټه شي.
د ناټو سر منشي ینس سټولټنبرګ دا څرګندونې نن دوشنبه د “میزان ۲۸” مه کړې او ټينګار يې کړی چې ناټو به د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او ملاتړ په برخه کې خپلې روانې هڅې چټکې کړي. سټولټنبرګ ويلي: ” له افغانستان سره زموږ اصلي ژمنه امنیت دی او په دې ژمنه به ټينګ ودریږو.”
افغان حکومت هم د ناټو له دغو څرګندونو هرکلی کړی او ويلي دي چې افغانستان به خپل نړيوالو متحدينو ترڅنګ د سیمه ییزې ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي او هېڅکله به اجازه ورنکړي چې ترهګر د افغانستان له خاورې څخه نورو هېوادونو ته ګواښ جوړ کړي. صدیق صديقي په همدې اړه په خپل وروستي ټويټ کې ليکلي چې د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه همدا مهال له ترهګرۍ سره په جګړه کې د افغانستان او سیمه ییزو هېوادونو له مشترکو ګټو څخه دفاع کوي. نوموړي ويلي چې د افغانستان دولت د ناټو ایتلاف له معنا لرونکي ملاتړ څخه هرکلی کوي.
دا په داسې حال دي چې په ورستيوکې د سولې د هوکړې خلاف یوځل بيا په افغانستان کې د طالبانو د بريدونو کچه لوړه شوې او د امریکا متحده ایالاتونو ځانګړی استازی ګواښ کړی چې د تاوتريخوالي له لارې د امتیازاتو غوښتنه، خطرناک کار دی او تېرې تېروتنې تکرارولی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply