د غور برید او د طالبانو هدف

عبدالمنان توحیدیار

0 618

غور ولایت کې د یکشنبې په ورځ موټر بم برید وشو چې له سلو زیات کسان یې ټپيان کړل او شاوخوا ۱۵ یې شهیدان کړل.

دا موټر بم برید امنیه قومندانۍ سره نږدې وشو چې شاوخوا ملکي وګړي یې ان په کورونو کې ټپيان کړل.

د دې برید اکثریت قربانیان ملکي وګړي و چې انځورونه یې خواله رسنیو کې لاس په لاس شوي و.

هغه مور چې په وینو ککړه وه، تر ټولو دردوونکی ویډیو او انځورونه یې خپاره شول چې د افغانستان د میندو د قربانیو کیسه یې کوله.

له دې برید طالبان منکر شول او لامل یې دا دی چې طالبانو له امریکا سره هوکړه کړې او بیا ترې امریکا ناراضه کیږي.

نو ویلی شو چې طالبان د خدای رضا ته نه ګوري، خو نه غواړي چې امریکا ترې ناراضه شي.

دا لومړی برید نه دی چې له امریکا سره تر هوکړې وروسته يې طالبان کوي، بلکې تر دې وړاندې ورته بریدونو کې سلګونه کسان قربانیان شول چې طالبانو یې مسوولیت و نه منه او امریکا ته یې سپيناوی ورکړ چې دا بریدونه دوی نه کوي.

جالبه همدا ده چې طالبانو امریکا او نړۍ ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې تر دوی پرته نورې ترهګرې ډلې نشته، نو چې نورې ډلې نشته، بیا دا ډول بریدونه څوک کوي چې ملکیان یې قربانیان دي.

خو یو څه چې ښکاره دي، هغه دا چې د طالبانو نظامي او سیاسي ډلې په بیل نظر دي او له یو بل سره همنظره نه دي.

دوی خپل منځ کې سخت جنجالونه لري، خو دا جنجالونه رسنیز شوي نه دي او هڅه کیږي چې پټ وساتل شي.

تاسو د هلمند په جګړه کې د دوی متضاد نظرونه واوریدل چې د لښکرګاه د سقوط لپاره طالبانو جګړه پيل کړه او ناکام شول، خو سیاسي دفتر یې وویل چې دوی د لښکرګاه د نیولو عملیات نه کول، بلکې د خلکو د ارامتیا لپاره یې جګړه وکړله.

طالبانو د هلمند جګړه د خلکو ارامتیا لپاره وبلله، خو د مالوماتو له مخې ۱۰ زره کورنۍ چې ۴۰ زره کسان کیږي له دې جګړې بې ځایه شوي دي.

طالبان یا خپلمنځي جنجالونه لري، نظامي ډله یې له سیاسي ډلې سره پر لار نه ځي او یا داسې ده چې طالبان غواړي د ملکي وګړو په شهادت سره پر حکومت فشار راوړي چې د مذاکراتو په میز باندې د طالبانو ټولې غوښتنې ومني.

خو یو څه ښکاره دي چې افغانان کلونه نور د جګړې دوام غواړي، خو په کابل بیا د اسلام اباد حاکمیت نه غواړي او که په دې لار کې هر څومره قرباني ته ضرورت وي، افغانان تیار دي چې ور یې کړي.

مذاکرات د جګړې د بس لپاره دي، داسې بس چې د افغانانو له غوښتنې سره سم وشي، او مذاکراتي پلاوي افغانستان شموله غوښتنې او وړاندیزونه له ځان سره وړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply